پېښور کې چاودنې یو وژلی ۱۷ ټپیان کړي دي

د پېښور پولیس د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودنه داسې مهال شوې، چې له مردانه بندیان د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول کېدل.

د خیبر پښتونخوا پېښور کې د بندیانو لېږدوونکي کاروان چاودنه شوې چې له کبله یې یو کس وژل شوی او اوولس نور ټپیان دي.

وژل شوی پولیس دی.

د پېښور د چارواکو په وینا، د ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

ددې چاودنې پړه ''تحریک طالبان پاکستان'' پرغاړه اخیستې ده.

د دغې ډلې ویاند احسان الله بي بي سي ته په تیلې فون ویلي چې د امریکا له لوري د ډاکټر عافیه صدیقي د سزا په غبرګون کې یې پر دغه کاروان دا برید کړی دی.

نوموړي ویلي چې په دغو بندیانو کې ددوی د ډلې یو غړی هم دی، خو په اړه یې له نورو جزییاتو ډډه وکړه.

پولیسو ویلي چاودنه نن ګهيځ پر جي ټي روډ ګلبهار پولیسو تهاڼې ته نژدې داسې مهال وشوه، چې د مردان پولیسو د بندیانو یو کاروان د پېښور مرکزي روغتون ته لېږداوه.

د پولیسو یوه چارواکي جمیل خان بي بي سي ته ویلي چاودنې د پولیسو دوه ګاډي زیانمن کړي دي:

''په دې پېښه کې یو پولیس شاه حسین ووژل شو او د شپږو پولیسو په ګډون اوولس کسان ټپیان شول. ''

نوموړی وايي له چاودنې وروسته د بندیانو د خوندي رسولو لپاره نور پولیس ورغلل.

هغه دا ونه ویل چې له مردانه په دغو لېږدېدونکو بندیانو کې کوم مهم سخت دریځی بندي و او که نه.

د ویلو ده چې د تېرې پنجشنبې پر شپه په اکوړه خټک کې نامعلومو وسله والو د پښتو ژبې د نامتو شاعر او سیاستوال اجمل خټک قبر والوځول وشو چې سخت زیان ورته اوښتی دی.

ورته مطالب