وزيرستان کې ۱۲ ماشومان له شري مړۀ شوي

Image caption د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا دغې ناروغۍ په ۲۰۱۰ کال کې ۱۴۰۰۰ زره کسان وژلي.

د ميرانشاه په روغتون کې ډاکټر محمد علي شاه له خبري اژانسونو سره په خبرو کې ويلي چې په وزيرستان کې نا امنۍ د دې سبب شوي چې له شرې په کې ماشومان ومري.

دۀ وويل په وزیرستان کې پوځي عمليات ، د بريښنا نشتوالی، ګرځبنديزونه او د درملو د خوندي کولو لپاره د يوه مناسب ځای نشتوالی د دې ماشومانو د مرګ او د دغې ناروغۍ د ډيريدا سبب شوي دي.

ډاکټر شاه وويل له تيرو دريو اوونيو ورته هره ورځ په شري اخته ماشومانو ور وستل کيږي.

نوموړی زياتوي چې په عادي حالت کې دغه ناروغي په کال کې يوازې يو يا دوه ماشومانو ښکاروي.

هغه د ماشومانو د مړه کيدو پړه د درملو د خوندي کولو لپاره د مناسب ځای پر نشتوالي اچوي او وايي:

"موږ د شري د واکسين د خوندي ساتلو لپاره سم ځايونه نه لرو. ځکه چې دلته بریښنا نه شته او ډير ګرځبنديزونه وي."

د ميرانشاه روغتون يو بل ډاکتر بیا د ۱۲ ماشومانو او يوه سړي د وژل کيدو خبره وکړه او ويې ويل چې تر اوسه ۷۰ ماشومان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

دواړو ډاکترانو پر دولت غږ وکړ چې سیمې ته د واکسين ګرځنده ډلې وليږي چې د دې ناروغۍ د پراخيدا مخه ونیسي.

د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا دغې ناروغۍ په ۲۰۱۰ کال کې ۱۴۰۰۰ زره کسان وژلي.

دغه سازمان وايي دا شمېرې په هغو هېوادونو کې ثبت شوي چې بې وزلي دي او د روغتيا منظم سیستم نه لري.

وزيرستان د ډيورنډ په کرښه پرته سيمه ده چې طالبانو او القاعده ځواکونو په مورچل بدله کړې او ډير کله امريکايي بې پيلوټه الوتکو پرې بمبارۍ هم کړي دي.

ورته مطالب