امريکا پاکستان ته مرستې کموي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امريکا د مشرانو جرګې دا پرېکړه د شيکاګو د سرمشريزې نه سمدستي وروسته کړې ده.

د امريکاد مشرانوجرگې ېوې کمېټې په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان ته ورکونکې مرستې۵۸ سلنه را کمې کړې دي.

د رويترز خبري اژانس له مخې د باندنې مرستې لپاره د امريکا دې کمېټې د پاکستان لپاره د مرستو د کمولو سر بېره يوه علاميه هم خپره کړې، چې په کې راغلي که چېرې پاکستان په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د اکملاتو لېږدولو اجازه ورنه کړي نو دغه مرستې به نورې هم کمې شي.

د مشرانو جرگې کمېټه به د دې قرارداد منظوري يا منل د پنجشنبې يا زيارت په ورځ کوي.

د امريکا د مشرانو جرګې دا پرېکړه د شيکاګو د سرمشريزې نه سمدستي وروسته کړې ده.

امريکا هیله منده وه، چې د شيکاګو د سرمشريزې پر وخت به د امريکا او پاکستان تر منځ د ناټو لپاره د اکمالاتو د لېږدولو لانجه هواره شي خو تراوسه هم پاکستان د ناټواکمالاتو ته اجازه نه دې ورکړې.

د باندنيو مرستو د بل ترمخې د ۲۰۱۳ مالي کال امريکا د پاکستان لپاره ۱ بلېن ډالر ځانګړي کړي، چې په دغه کې به ۸۰۰ ملېونه ډالره د غېرملکي مرستو په توګه ورکول شي.

کمېټې ته د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرانو جرګې سناتورې لنډسۍ ګراهم وويل:

"موږ ېو داسې ملګری هېواد ته پيسې نشو ورکولی چې ملګري کيږي مو نه"

نوموړې زېاته کړه که د ناټو اکمالاتو ته اجازه ورنه کړل شي نو دوی به د نورو مرستو په ځای شته مرستې کې کمې کړي ځکه چې موږ په هغې هېواد پیسې نه شو مصرفولای چې په افغانستان کې زموږ ځواکونه ته په ورپېښې خطر کې په مناسب ډول زموږ مرسته نه کوي.

پاکستان تېر کال د نومبر په مېاشت کې په مومند اېجنسې کې په پاکستانې پوسته د ناټو هوايي بريد وروسته د ناټو لپاره د اکمالات لېږدولو وتړله.

د مشرانو جرګې دې کمېټه د عراق، مصر او افغانستان لپاره د مرستو په لړ کې هم د کمي لايحه يا طرحه منظور کړی دی.

د بل ترمخه د عراق لپاره ورکونکې امداد کې به ۷۷ فې صده کمې کولې شې.

د پاکستان حکومت د امريکا نه د مومند ايجنسۍ په پېښه د بښنې او په قباېلې سېمو کې د جاسوسۍ الوتکو د برېدونو د درولو غوښتنه کړې.

خو امريکا واېې په قباېلې سېموکې به د جاسوسۍ الوتکو برېدونو ته دوام ورکوي.

په تازه برېد کې نن په قباېلې سېمه شمالي وزېرستان کې د یوې امريکاېي الوتکې برېد کې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپي شوي.

الوتکې د شمالي وزېرستان په مرکز مېران شاه کې په ېو کور دوه توغندي هم ویشتلي چې په ترڅ کې کور په بشپره توګه له منځه تللی.

د رپوټونو له مخې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ ځايي طالبانو د پېښې د ځای نه مړي او ټپېان ېو ناڅرګند ځای ته انتقال کړي.

ورته مطالب