له پشينه د تښتول شويو يو مړى وموندل شو

د واڼه په متوى نومې سېمه کې د پنجشنبې يا زيارت په ورځ ( د مۍ ٢٤) يوۀ شپانۀ د يوۀ کس مړى وموند.

له مړي سره څنگ ته يوه پاڼه پرته وه.پر هغې د وسله والو طالبانو له خوا ليکل شوي و چې دا کس عبدالغفور چاچا نوميږي.

شپانۀ مړى سرحدي سرتيرو ته وسپارۀ.

٦٠ کلن عبدالغفور چاچا د بلوچستان په رولر سپورټ پروگرام نومې مرستندويه ټولنه کې د چوکيدار په صفت کار کاوۀ چې تير کال د دسمبر په ١٣ مه نېټه له پنځو نورو کسانو سره وتښتول شو.

د هغې تښتونې پړه وروسته د شاهين په نامۀ د وسله والو طالبانو يوې ډلې په غاړه واخيسته.

د دغو شپږو مرستندويانو د خوشي کولو لپاره تښتونکو د ٢٣٠ ميليونه پاکستاني روپيو غوښتنه کړې وه.

د تښتول شويو کسانو خپلو خپلوانو په کوټه کې چندې ټولې کړې خو دومره پيسې يې ونه موندل شوې.

د عبدالغفور چاچا يوۀ خپلوان محمد دين بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دوى د خپل قريب مړى له سرحدي پوځيانو ترلاسه کړى دى.

تښتونکو د دغو تښتول شويو شپږو کسانو له ډلې يو بل کس هم پخوا وژلى و چې هغه مقبول احمد نوميدۀ.

مرستندويې ټولنې په دغو وزڼو سخته خواشيني ښوولې او تر درو ورځو يې د خپلو دفترونو د تړل اعلان کړى دى.

دغه مرستندويه ټولنه له حکومته غواړي چې د پاتې څلورو کسانو د خوشي کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

بي ار ايس پي مرستندويه ټولنه په بلوچستان کې د تعليم، روغتيا او د خلکو لپاره د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو تر څنگ گڼ نور مرستندوى کارونه کوي.

ورته مطالب