وزیرستان کې د څارګرو الوتکو برید شپږ کسان وژلي

بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په تېرو پنځو ورځو کې پر عیسو خېلو کلي د څارګرو الوتکو درېیم برید دی.

د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې پر دې سیمه د څارګرو الوتکو شپږم برید دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوشنبې ورځې (مۍ ۲۸) ملابانګ مهال دغه برید د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د میر علي له ولسوالۍ درې کیلومتره لیرې جنوب کې پر عیسو خېلو کلي شوی دی.

پر دغه کلي څارګرو الوتکو دوه توغندي ویشتلي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې "د امریکا څارګرو الوتکو یو کور او یو ګاډی په نښه کړی دی. په څلورو توغندیو یې شپږ کسان وژلي دي."

سرچینې دا هم ویلي چې دغه کور ددویم ځل لپاره په نښه شوی دی.

درې ورځې وړاندې هم په دغه سیمه کې پر یوه کلي څارګرو الوتکو برید وکړ، چې به پایله کې اته ولسي وګړي ووژل شول.

وژل شوي د ترکمنستان وګړي ښودل شوي.

دا په تېرو پنځو ورځو کې پر عیسو خېلو کلي د څارګرو الوتکو درېیم برید دی.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر قبایلي سیمو د امریکا د څارګرو الوتکو بریدونه له څو کالو راهیسې دوام لري.

ددغو بریدونو پرسر د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

دا اړیکي تېر کال هغه مهال تر ټولو ډېر ترینګلي شول، چې د ناټو الوتکو پر پوله پر پاکستاني پوستو بمبار وکړ چې ۲۴ پاکستاني پوځيان په کې ووژل شول.

پاکستان د سم لاسي غبرګون په ترڅ کې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته له خپلې خاورې تېرېدونکې لار وتړله.

ورته مطالب