د بشر نوید کالم پښتونخوا: ''د سوابۍ شپه'' په پېښور کې

د سوابۍ شپه د انځور حقوق b
Image caption دا د پښتو موسيقۍ، په ژبه د صوابۍ د پښتنو له خوا خپل سوځېدلى، ناقراره، زخمي زخمي پېښور ته د پښتو يو سندربولى غږ و.

په سوابۍ پېښور کې د فاصلې او فیصلې فرق دومره دی چې په سوابۍ کې شينکى او په پېښور کې تور تارکولى سړکونه.

هلته ساده شډل ښایستونه،

دلته ښاري چالاک خمارونه،

هلته ټوله پښتو او پښتانه،

د ښار په پښتو کې هم ګډون په پښتنو کې هم مصنوعيت،

پېښور سرايې ده، له هرې خوا ورته لاره راوتې ده، يوه کږه وږه لاره ورته د سوابۍ نه هم راغلې ده، په دغه لاره په هر دور کې د سرو جنډو په جلوس کې غازيان هم پېښور ته راغلي دي، او واپس يې شهيدان هم په دغه هيله وړي دي چې:

خال به د يار د وينو کېږدم

چې شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

په دغه لاره باچاخان سره نجو کاکا، فردوس خان کاکا، عبدالعزيز خان کاکاجي او د خدايي خدمتګار تحريک بلا سرونه لښکر لښکر ځوانان د مېندو خویندو د ټاکۍ ټاکۍ پړوني په دعا کې د سوابۍ نه پېښور ته، قصه خوانۍ، بابړې سردرياب، چارسدې او په ټوله پښتونخوا ګرځېدلي دي.

په دغه لاره وزيران، ولسي استازي هم راغلي دي، پېښور د سرونو منډهي ده، هر بيوپار کوي، خو د سرونو بيوپار يې ډېر ظالم دی، ښکلي ښکلي ''يوسفان'' په کې لکه د مصر د بازار په مالوچو هم خرڅېږي، خو په دغه منډهۍ کې د دې عقيدې خلک هم شته چې هغوى سوداګرو ته خپله پښتو د فیض احمد فیض په اردو کې داسې وايي:

کرو کج جبیں پہ سرکفن، میرے دشمنوں کو گماں نہ ہو

کہ غرور عشق کا بانکپن، پس مرگ ہم نے بھلا دیا

جو رُکے تو کوہ گراں تھے ہم، جو چلے تو جان سے گزر گئے

رہِ یار ہم نے قدم قدم، تجھے یاد گار بنادیا

له سوابۍ تر پېښور پورې اوس هغه لارې نورې کږې وږې شوې دي، په دغه کږو وږو ګډو وډو لارو پېښور ته راتلل څه اسان کار نه دی.

خو د ميندو په دعا د سوابۍ زامن، نوي ځوانان، سټوکمار ښکلي، قلم کتاب په لاس پېښور ته راځي، د پېښور رنګونو د سوابۍ زلمو له رنګ نه شي ورکولی؛ ځکه چې اوس په ښار کې رنګونه نه شته، ښایستونه یې حيران پرېشان دي، په دغه حيرانۍ او پرېشانۍ کې د پېښور پوهنتون د سوابۍ طالب علمانو د مۍ په ۲۵ د شپې په حیات اۤباد لوی مېدان کې ''د سوابۍ شپه، Swabi Night'' راجوړه کړه!!

دا د پښتو موسيقۍ، په ژبه د صوابۍ د پښتنو له خوا خپل سوځېدلى، ناقراره، زخمي زخمي پېښور ته د پښتو يو سندربولى غږ وه، د باړې سره په اخري بريد دېوال په دېوال سوابۍ والو زلمو په لوی جرات د پښتو ساز او اواز کې دا وویل:

څوک وايي چې د پښتو سندره حلاله شوې ده!؟ دا دې سوابۍ والو ځوانانو شهيدې سندرې ته وویل:

ای د پښتو شهيدې سندرې! ژوندۍ شه! او چې د پښتو په سازونو کې د پښتو اوازونه راژوندي شول، نو د زلمو ځوانانو وينې تودې شوې او اتڼ ترې جوړ شو.

ما د حيات اباد پر ځمکه د مېده مېده قدمونو اتڼ داسې محسوساوه، لکه چې د پېښور په وېره ویده شوې ځمکه له ترهېدلي خوبه راپاڅېدلې وي او د ښکلو ښکلو قدمونو نه راپورته دوړه راته دا رنګ ښکارېده لکه چې د پښتو سندره د پېښور په قبر کې راجګه شوې وي او وايي:

لحد سيوری که رومال راکه

په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

سوابۍ والو شاه زلمو د پېښور پوهنتون د نورو زلمو او د سوابۍ د هرې علاقې او سيمې نه راغلو ځوانانو خپل کلتور په پېښور کې د سوابۍ د شپې په نوم ياد کړ.

د پښتنو کلتور دومره مضبوط او زورور دی چې په مرګ کې هم ژوندی پاتې کېږي، له لوی افغانستان نه راونيسه تر ټولې پښتونخوا پورې په هر ګزار ادب او کلتور وهل شوي دي، جنګ پرستو ته دا هنر معلوم دی چې د قام د وهلو د ټولو نه اسان کار څه دی!؟

غټ رګ

لکه قصاب ته چې د حلالۍ لپاره غټ رګ معلوم وي، ادب او ثقافت د قام غټ او حساس رګ دی، له درو لسيزو راهسې لروبر جنګ پرستو د پښتنو افغانانو غټ رګ حلالولو هڅه کړې ده، خو د پښتو پالوان ادب او لرغونى کلتور یې راپرځولی نه دی، خو زخمي کړی یې ضرور دی.

د دې ثبوت دا دی چې د پښتونخوا په اطرافو کې قبايلي سيمو کې موسيقي د ګناه په نوم ژاړي، ساندې وهي، اواز اوس هم شته خو ساز ورسره نه شته، نعتونه او فسادي ترانې ترې جوړې شوې دي، اواز خپل سازونو پسې وير کوي.

د پېښور په ميدان کې ساز او اواز بهر ته راايستل دا منظر وړاندې کوي چې:

جنګ له دی منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

سوابۍ والو زلمو چې په پېښور کې د ''سوابۍ شپه'' راجوړه کړه او ما د ځوانانو زلمو اتڼ او مستۍ ته کتل، نو ما ويل:

يه خدايه! د سوابۍ دا شپه زما د ټول پښتون افغان وطن سحر کړه دا شپه ستړې مه کړه؛ ځکه چې نن شپه د سوابۍ والو ځوانانو مستۍ ته نجو کاکا، فردوس خان کاکا، عبدالعزيز خان کاکاجي او د نورو قامي مشرانو ،اتلانو، شهيدانو، روحونه تماشې ته ناست دي او د پښتو په غرور کې د باچاخان مرور روح ته وايي:

باچاخانه!! وګوره زموږ د سوابۍ د زلمو په سترګو کې د ویده انقلاب ناقراره نښو ته! دوى اوس هم ستا د جلوس نه لښکر او سنګر جوړولى شي، خو ستا په شان رهبر غواړي.

ما د پښتنو مشرانو اتلانو د ناقراره روحونو د خوشبين احساس نه د سوابۍ والو طالب علمانو لپاره دا دوه شعرونه دعا کړل:

ای خدايه زموږ وينو کې سوروالى راپيدا کړه

زموږه په بچو کې پښتونوالى راپيدا کړه

ای خدايه د نرانو باتورانو تخم ډېر کړه

زموږه انقلاب له د ځوانانو تخم ډېر کړه.

ورته مطالب