پاکستانی پوځ: ترهگر افغانستان کې روزل کيږي

Image caption د بلوچستان د سرحدي ځواکونو مشر دا ادعا هم وکړه چې د افغانستان په سرحدي سيمو کې ٣٠ روزنيز کمپونه شته چې د دۀ په وينا په کې ترهگر روزل کيږي.

د پاکستان د سرحدي سرتيرو مشر عبيدالله خان وايي چې د دغه ايالت په نا امنيو کې د بهرنيانو لاس دى.

دۀ وويل دا وخت په بلوچستان کې تر ٢٠ د ډيرو بهرنيو استخباراتي ادارو کارکوونکي کار کوي.

په کوټه کې له خبريالانو سره په خبرو کې عبيدالله خان دا ادعا هم وکړه چې په بلوچستان کې تر ١٠٠ ډير داسې کمپونه شته چې د دۀ په وينا په کې ترهگر روزل کيږي.

د بلوچستان د سرحدي ځواکونو مشر دا ادعا هم وکړه چې د افغانستان په سرحدي سيمو کې ٣٠ روزنيز کمپونه شته چې د دۀ په وينا په کې ترهگر روزل کيږي.

دغه پوځي اسفر د هغو پېښو شميره هم په ډاگه کړه چې په تيرو څو مياشتو کې په بلوچستان کې پېښې شوي دي.

د ښاغلي عبيدالله په وينا په بلوچستان کې په روان کال کې تر ٥٥٠ ډيرې ترهگرې پېښې شوي دي چې د هغو نژدې نيمايي د دۀ په وينا بلوڅو اورپکو منلي دي خو چا يې پر ضد غږ نه دى پورته کړى.

د سرحدي ځواکونو مشر دا خبره رد کړه چې گواکې د دوى کسان د بلوچستان د لادرکه کسانو په قضيه کې لاس لري.

د بلوڅانو د بيلتون غوښتونکو د مشر هرهمداغ بگتي د هغې خبرې په ځواب کې چې ويل يې يوازې د بلوچستان د خپلواکۍ په سر خبرو ته چمتو دى، عبيدالله خان وويل دوى به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې پاکستان مات کړي.

دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني د بلوچستان د ستونزو د جاج اخيستلو په نيت مرکز کوټې ته په دوه ورځني سفر راغلى دى.

د لومړي وزير له رارسيدو سره سم د يوۀ پوليس او شپږو نورو کسانو د وژنې خبر راغى.

شپږ کسه وژل شوي کسان هزاره گان وو چې له تېرو څو مياشتو په پرله پسې توگه په نخښه شوي دي.

ورته مطالب