د برتانيا ملکه مې په سوات کې وليده

Image caption د برتانیا ملکه الزابت او د هغې مېړۀ، شهزاده فېلپ د سوات د پخواني حکمران ميان گل جهانزېب سره

د برتانيا شهزاده فېلپ په لومړي ځل په ١٩٥٩ کال کې سوات ته په سفر ولاړ.

د سوات زرغونې درې، دنگ دنگ غرونه او په واورو پټې د غرونو هڅکې څوکې د ملکې د مېړۀ ، شهزاده فېلپ لپاره ډېر زړۀ راښکونکې وې.

دوه کال وروسته ولسمشر ايوب خان ملکې الزابت ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

برتانوي ملکې په دې شرط بلنه قبوله کړه چې سوات به ويني.

هغه وخت سوات د پاکستان يوه نيمه خپلواکه سيمه وه. خپله شاهي کورنۍ يې لرله چې د مودو راهيسې په سوات حکمرانه وه.

د سوات حکمران ميان گل جهانزېب و، چې د " والي" په نوم به پېژندل کېده.

والي د ملکې الزابت او د هغې د ميړه شهزاده فېلپ تود هرکلى وکړ.

د پخواني والي، لمسۍ زيبو جيلاني وايي:

" ښايي زه به اته کلنه وم چې ملکه سوات ته راغلې وه. ډېر ښکلى وخت و. د ملايېزيا د ملکې په گډون ډېر بهرني مشران پخوا سوات ته راغلي او زما د نيکه مېلمانۀ وو. خو د ملکې الزابت سفر زموږ لپاره لوى وياړ و. په هغه ورځ موږ ټولو ښکلي کالي اغوستي وو."

له سفر وړاندې يو برتانوی ټيم سوات ته استول شوی و چې معلومه کړي سوات د ملکې د سفر لپاره خوندي دى که نه.

زيبو جيلاني وايي کله چې هغه ورځ را ورسېده. د شاهي مېلمنو ډېر تود هرکلۍ وشو:

" ما او زما د کاکا لور د سيدو په شاهي ماڼۍ کې ملکې او د هغې مېړۀ ته د گلونو ( گلدست)- غونچې ورکړې. هغو موږ ته لاسونه راکړل ، زموږ د نومونو تپوس يې وکړ او د اچې ښونځو ته ځو"؟.

هماغه کال ـ ١٩٦١ فبرورۍ په میاشت کې په سوات کې ډېرې واورې ورېدېلې وې او ډير زيات ساړۀ وو. خو بيا هم د ملکې د ليدو لپاره په زرگونه خلک د سړک غاړو اولاروته را وتلي وه.

په دوی کې يو هم ډاکټر سراج و چې وايي:

" ملکه په يو بې چته موټر کې گرځېده. دا د والي د شخصي گاډو څخه و. يو امريکايي گاډى(اټو موبايل) و. ملکه ډېره خوشاله وه او د خلکو د په خېر راغلﺉ ځواب يې د لاسونو په خوځولو ورکولو."

د سختو واورو له کبله ملکې د سوات د ځنېو لېرو سيموسېل ونکړى شو.

سوات د بودها او گندهارا تهذيبونو لرغوني اثار لري چې ملکې په کې ځانگړې دلچسي لرله.

والي دغه لرغونې شتمني او چاپېر ېال ډېر خوندي ساتلي وو.

د سوات په مرکز مينگوره کې يې يو موزيم جوړ کړی وچې ډېر نايابه هنري توکي او بوتان يې لرل.

په ٢٠٠٧ کې د طالبانو جگړو ميوزم ته زيان وا ړاوه.

زيبو جيلاني وايي چې ملکه د دې د نيکۀ د حکمرانۍ د وخت په تعليمي، فلاحي او عدلي سیستم کې ډېره ليوالتيا درلوده.

مېرمن جيلاني وايي :

" زما نيکۀ په ښوونې او روزنې ډېر تينگار کاوۀ. هغه د نجونو او هلکانو لپاره د ښونځيو يوه شبکه جوړه کړې وه. په هر کلي کې کلينېک و . هر ځاى ته يې سړک رسولی و"

زيبو جيلاني اوس " د سوات ريليف اېنشېټيو" په نامه د يوې خېر ښېگڼې اداره لري چې د تعليم او صحت د پرمختگ په گډون د ښځو او ماشومانو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

کله چې پاکستان د سوات شاهي نظام ختم کړ نو دومره روزلي استادان يې درلودل چې حتی د خېبر پښتونخوا (سرحد صوبې) اړتياوې يې هم پوره کولې.

زيبو جيلاني وايي:

" د ملکې د سفر يو هدف له برتانيا سره اړيکي جوړول وو چې د هغې له کبله وروسته د روزنې او تعليم لپاره ډېر کسان برتانيا ته وليږل شو."

په وروستيو وختونو کې سوات د تندلاريتوب او طالبانو د فعاليتونو له کبله د نړۍ د رسنيو سر ټکى و.

په دغه جگړو او گدوډيو کې ډېر ښونځي وسوځول شول او مقامي خلکو ته ډېر زيان ورسيده.

زيبو جيلاني هغه وختونه ياده وي چې په سوات کې ډېر امنيت موجود و او د بهرنیو مېلمنو د کوربه توب او سياحت مرکز و.

زيبو جيلاني وايي چې ملکې سوات " د ختيز سويس" باله او د ځنگلونو د خوندي ساتلو لپاره يې د والي د اقداماتو ستاېنه کوله.

ملکه چې کله په موټر کې د مالاکنډ په غرونو کې راتلله نو په ټولا دره کې ورته خلک د هرکلي لپاره راوتي وو.

مالاکنډ پاس هغه تاريخي ځاى دې چې يو وخت په کې برتانوی لومړي وزير ونسټن چرچل د خبريال په توگه د سيمې نه د هغه وخت د جنگونو راپورټونه ورکول.

زيبو جيلاني وايي:

" خلکو دومره پراخ زړونه او ذهنيت درلود چې د ملکې په درناوي کې ډېرو د خپلو لوڼو نومونه الزابت کېښودل."

هغه څوک چې د ملکې د سوات سفر يې ليدلی او کتلی، بې له شکه د ملکې د شپېتمې کليزې مراسم به ورته د سوات هغه وختونه ورپه ياده وي او دا کړونکى احساس به کوي چې د داسې مېلمنو کوربه توب اوس يوازې د يوه خوب ليدل دي.

د وادى فطري ښکلا او لرغونى تاريخ لوټ او پټ شوى. خپله سوات يوه پوښتنه ده چې څه وشو او څه به کيږي؟

ورته مطالب