بلوچستان کې چاودنې شپږ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption وړاندې هم په مستونګ ولسوالۍ کې له کوټې ایران ته پر تلونکو شیعه زیارت کوونکو بریدونه او چاودنې شوې دي.

د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه له کوټې ښاره ایران ته د شیعه پر لېږدوونکي ګاډي شوې ده.

ډاکټرانو ویلي چې د ځينو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د مستونګ پولیسو ویلي، چې ناڅرګندو وسله والو سړک ته څېرمه پر یوه موټر سایکل چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، چې له لیرې یې کنټرولول.

له چاودنې وروسته ګڼ پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

تر اوسه د چاودنې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې کومې ډلې پړه پرغاړه اخیستې ده.

که څه هم وړاندې ددا ډول چاودنو په د تندلارې لشکر جهنګوي پرغاړه اچول شوې، خو دغې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.

وړاندې هم په مستونګ ولسوالۍ کې له کوټې ایران ته پر تلونکو شیعه زیارت کوونکو بریدونه او چاودنې شوې دي.

که څه هم تېره میاشت د پاکستان سترې محکمې بلوچستان کې پر شیعه وګړو په تېره بیا هزاره ګانو د بریدونو د جاج اخیستو ګام پورته کړی و، او له حکومته یې د دوی د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، خو ایالتي حکومت تر دمګړۍ ددغه پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ورته مطالب