قبایلي سیمو کې ډرون شپږ 'اورپکي' وژلي

ډرون د انځور حقوق Reuters
Image caption شپږ ورځې مخکې امریکا ویلي وو چې د حقاني شبکې اورپکي به په نښه کړي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید لږترلږه شپږ 'اورپکي' وژلي دي.

پاکستاني سرچینو ویلي، چې برید د اورپکو پر یوه پټنځي شوی دی.

ځايي چارواکو ویليو برید د یکشنبې په ګهیځ (جولای لومړۍ) د شمالي وزستان میرانش شاه له ښاره نژدې شپږ کیلومتره لیرې پر شه وال سیمه شوی.

دوی وايي چې دغه سیمه د افغانستان پولې ته ډېره نژدې ده، چې د اورپکو مرکز په کونډ غر سیمه کې پروت و.

پر دغه مرکز څارګرو الوتکو دوه توغندي ویشتلي دي.

برید په بشپړه توګه مرکز له منځه وړی دی.

چارواکو ویلي، په دغه ځای کې د حقاني شبکې جنګیالي و، چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې ترهګریز پلانونه په کې جوړول.

دا سیمه د جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان ترمنځ ده.

شپږ ورځې مخکې امریکا ویلي وو چې د حقاني شبکې اورپکي به په نښه کړي.

ورته مطالب