د بشرنوید کالم پښتونخوا: په کوټه کې پنځه کاله پس

محمود خان اڅکزی د انځور حقوق
Image caption په صادق شهيد ميدان کې د پښتونخوا مېپ د مشر محمود خان اڅکزى د پنځو کالو د سياسي عوامي غيرحاضرۍ نه پس لويه حاضري ولګېده.

د جون ۲۵ او د ګرمۍ زور

د لمر تودوخه او په کوټه کې د پښتنو غږ،

له چتراله تر بولانه،

پښتون يو کا محمودخانه،

په صادق شهيد ميدان کې د پښتونخوا مېپ د مشر محمود خان اڅکزى د پنځو کالو د سياسي عوامي غيرحاضرۍ نه پس لويه حاضري ولګېده.

د پاکستان په جمهوري وخت کې د محمود خان خاموشۍ ته پښتنو ''قومي جرم'' ويلی دی.

مولانا فضل الرحمن د پښتون قام پرست سياست دواړو مشرانو اسفنديار ولي او محمود خان اڅکزي په اړه ويلي وو:

''يو د کوره نه راوځي، بل کور ته نه نه راځي''

پښتنو مينه والو به دا لنډۍ د محمود خان په نامه ويله:

څادر دې واغوستو ویده شوې

په زړه دې نه شته د يارۍ سوي داغونه

د اسفنديار لپاره به يې د پښتونخوا په غيرحاضرۍ کې دا لنډۍ ويله:

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړ

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

دا که هر چا ويل او ليکل نو خيال يې دا نه و چې موږ د مشرانو سپکاوى کوو. خو دا يې ځکه وييل او ليکل چې پښتانه يا په کنځلو راپاڅي او يا په پېغور.

د مولانا فضل الرحمن په خبره کې هم سياسي پېغور و، له کوره راوتل او کور ته نه راتلل د پښتنو لپاره د افسوس خبره وه، چې ميدان تود وي، لښکر وي او رهبر نه وي، چې پردي جنګ ته موږ بډې راښکلې وي، صفونه وي او سپه سالار نه وي، نو بيا نتيجه څه؟

بدبختانه زموږ د تحريکونو، قومي جنګونو، انقلاب او جهاد نتايج او ثمرات د نورې تباهۍ او بربادۍ په شکل کې وي لکه دا اوس چې دي.

موږ لر او بر يو افغان چیغې وهلې دي اوس هم دا عقيده شته خو نتيجه نه شته.

موږ وايو ټول پښتون، يو افغان، خو اوس هم دا جغرافيه کرښې کرښې ده، موږ وايو له چتراله تر بولانه يو پښتون يو وجود، خو دېخوا د هزارې پښتون د هزاره والو سره په جنګ دی، قبايلي پښتون د اسلام اباد د لمنې لاندې دی، اخوا د بلوچستان پښتون د خپلې صوبې غوښتنه کوي.

يو پښتون، خو اوازونه يې جُدا جُدا.

يو افغان، خو هدفونه يې نامعلوم

دښمن يې يو دی خو لښکر ورته يو نه دی

تعجب دی او که نه

دا چې مخ په مخ روان يو خو بېلېږو

ګنې لاره خو زما او ستا يوه ده.

د پښتونخوا په غږ کې د دې اوږد تاريخ لنډ شان پس منظر په تناظر کې چې موږ د جون ۲۵ په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پنځهٴ کاله پس غږ ته ګورو نو په بلوچستان کې خاموش پښتانهٴ يو ځل بيا دا خوش بيني لري چې ''يا څه چل دی يا څه چل کېږي''.

اوږده روژه

د محمود خان اڅکزي دا اوږده روژه په داسې وخت کې ماته شوه چې په بلوچستان کې پښتانه فکرمند دي چې بلوچ د ټولو وعدو او تسلو باوجود ځان د اسلام اباد د سول او پوځي بيوروکراسي نه ازادوي نو هلته به د پښتنو څه کېږي؟ دا سوال ما د خپل يو زوړ سياسي مشر ارواښاد عزيزالله ماما نه په يوه مرکه کې کړی و، چې هغه واپس ای اين پي کې شامل شوی و، ما ترې پوښته وکړه:

ستاسو ګوند په دې اړه څه وايي چې بلوچستان د بلوڅو د تحريک په نتيجه کې تجزيه شي نو هلته به د پښتنو څه کېږي‎؟

ارواښاد وویل:

''ما په کوټه کې د اسفنديار ولي نه په خپله هم دا پوښتنه کړې ده هغه راته ویلي دي چې موږ غور او فکر کوو''.

د دومره تاريخي غلطۍ د سمولو لپاره د پښتنو لوى منل شوى ګوند په داسې موقعه هم فقط غور او فکر کوي، څه هدف نه لرل د افسوس سل ځله افسوس خبره نه ده؟

دا هغه سوال دی چې د کوټې او پېښور ترمنځ يې د خپګان کرښه راښکلې وه.

په ۱۹۷۰ ون يونټ مات شو، په ۱۹۷۳ کې اساسي قانون باندې لاس ليکونه وشول، نوې صوبې جوړې شوې، بلوچستان صوبه کې پښتون لکه د مالګې په اوړو کې ګډ شو، ځکه چې اسلام اباد ته د بې مالګې ډوډۍ ضرورت نه وه.

چا غلطۍ وکړې؟ ولې وشوې؟ کوټې او پېښور يو بل له په مخ لاسونه راښکل، تاوان د چا وشو؟ چا وکړ؟ دواړو طرفينو پښتنو وویل:

''لوټ شومه تالا شومه غل چېرته دی''

د لوټ او تالان غل په پاکستان کې تاريخ هم په ګوته کړی نه دی ځکه چې دلته په تاريخ جبر شوی دی، چې تاريخ اجرتي ليکوالو تاريخ سازو لکه د انجنيرانو جوړ کړی دی. د وخت د حاکم په حکم د خپل ضرورت او حاجت په توګه.

دا ټولې هغه غلطۍ دي، د لمونځ غلطي خو په ''سجده سهوه'' راګرځي، خو د قومي جرم غلطي قومي مبارزه غواړي، که په بلوچستان کې د بلوچو په تجزيه کې پښتون په دویم ځل بيا د مالګې په څېر په پردو اوړو کې د پردۍ ډوډۍ لپاره واغږلي شول، نو دا ټول خجالت او پړه به د پښتون مشرتابه پر غاړه وي.

زموږ لوی پښتون مشرتابه دوه ځله د بلوچستان پښتنو سره دا جفا کړې ده، يو په اول ځل هغه وخت چې د ۱۹۷۳ په اساسي قانون لاسليک کېدو، پښتون قيادت د پښتنو قومي ملي وحدت غوښتل نه دي.

دویمه غلطي اوس اوس د ''خېبر پښتونخوا'' په جوړولو کې وشوه چې موږ د جنوب پښتانه په چولى مېدان پرېښودل، خېبر پښتونخوا په يوه صوبه کې دوه ځله يو نوم استعمالول داسې دي لکه چې څوک ووايي‎: ''خان اسفنديار خان'' که د پښتونخوا په نوي تشکيل کې شمال او جنوب په نامه وجود، اختيار صوبايي قومي خودمختارۍ هر څه کې يو شوى وو، نو دا به د تاريخي غلطو کفاره وه.

خو اوس د بلوچستان د پښتنو جنګ بلوچو سره نه دی، اسلام اباد نه ځان ګټل دي، که پښتانه هلته وايي زه د بلوڅو نه ځان خلاصوم نو دا به د پنځو کالو د خاموشۍ غلطه نتيجه وي، پښتنو سره د غلطو نتيجو ګنجایش نه شته.

د دې غلطو د سمولو وخت اوس هم شته، د محمودخان اڅکزي د پنځو کالو د خاموشۍ روژه که اوس هم ماته شوه، نو د پښتنو يوه هيله بيا پېدا شوه، اوس که ''يو'' کور ته نه راځي، خو چې ''بل'' د کوره راووت، نو لا ښه شوه.

دا لېونی لېونی ګرځه

په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

ورته مطالب