لاهور کې د پښتونخوا پوليس ووژل شول

پوليس د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لاهور پوليس وايي وژل شوي کسان د پښتونخوا پوليس وو چې روزنې ته ورغلي وو

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د وسلوالو په ډزو اته پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لاهور د پوليسو مشر اسلم ترين رسنيو ته وويل چې دغه پېښه د دغه ښار د اچهره سيمې په رسول پارک کې شوې ده.

د هغه په وينا، ناپېژاندو وسلوالو، چې کره شمېره يې نه ده معلومه ، په يو کور کې پر پوليسو ډزې وکړې چې له امله يې اته سرتېري ووژل شول او درې ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې وژل شوي پوليس د روزنې لپاره په ياده سيمه کې مېشت وو.

د اسلم په خبره وژل شوي ټول پوليس د پښتونخوا ايالت د د محکمې ساتونکي وو او د روزنې په هيله دلته راوستل شوي وو.

ده وويل چې بريد کوونکي پر موټر سايکلونو سپاره وو او مخونه يې پټ کړي وو.

پاکستاني طالبانو د دغې پېښې پړه په غاړه اخيستې ده.

ورته مطالب