"د ناټو د اکمالاتي لارو تر بندېدو لاريون کوو"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لاريونيان وايي د ناټو اکمالاتي لارې د اسلامي نړۍ او اسلامي امت د تباهۍ پر وړاندې لومړی ګام دی.

د پاکستان د دفاع شوری مشرانو ناټو ته د پاکستاني حکومت له لوري د اکمالاتي لارو پرانستل کېدل رد کړي دي.

دوی وايي موږ د امريکا لپاره د افغانستان د خلکو په وينو خپل لاسونه نه سره کوو او د ناټو د اکمالاتو تر بنديدو به مو لاريون روان وي.

دغه شوری وايي امريکايي ډالرو واکمن دومره دومره اغيزمن کړي چې د خلکو غوښتنو، د هېواد حيثيت او د پارلمان سپارښتنې يې له پامه غورځولي دي.

دوی وايي د ناټو اکمالاتي لارې د اسلامي نړۍ او اسلامي امت د تباهۍ پر وړاندې لومړی ګام دی.

د لاريون ګډونوالو وينا ده، له چارواکو سره پرته له دې چې له امريکا سره خپلې اړیکې پرې کړي بله لار نشته او که حکومت يې غوښتنې ونه مني نو پايلې به يې خورا ويجاړوونکې او خطرناکې وي.

په کوټه کې د بي بي سي خبريال ايوب ترين وايي د شنبې په ورځ د پاکستان د دفاع شورا له کوټې تر چمن پورې لاريون وکړ.

لاريون ته وينا والو په واکمنو کلکې نيوکې وکړې، ویل يې چې د ناټو لپاره د اکمالاتي لارو خلاصېدو نه يوازې د ولسي جرګې وقار ته زيان رسولی، بلکې د ولسي خلکو زړونه يې هم مات کړې دي.

د پاکستان د دفاع شوری وايي زموږ د لاريون موخه د چارواکو د غلطو پرېکړو پر وړاندې د خلکو بيدارول او تحريکول دي او موږ په دې برخه کې بريالي يو.

دوی وايي خلک له دومره خراب وضعيت سره سره له دوی سره په اوږد لاريون کې ګډون کولو سره دا وښوده چې د چارواکو فيصلې ناسمې دي.

ورته مطالب