خېبر پښتونخوا کې چاودنې ۱۲ شعيه وګړي وژلي

Image caption په هغه سيمه کې چې موټر له ماين سره ټکر شوی، ډيری اوسېدونکي يې شعيه مسلمانان دي.

پاکستاني چارواکي وايي د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د سپرلۍ يو موټر په خښ شوي ماين وربرابر شوی چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۱۲ شعيه وګړي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي په دغه پېښه کې موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د کوهاټ د پوليسو مشران وايي نن (چارشنبه، جولای ۱۸) سهار مهال يو مسافر وړونکی موټر چې له اورکزيو ايجنسۍ نه کوهاټ ته پر لار وو، د سپا په سيمه کې د سړک د غاړې په ماين وروخوت.

په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د سپا روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي په هغه سيمه کې چې مسافر وړونکی موټر له ماين سره ټکر شوی، ډيری اوسېدونکي يې شعيه مسلمانان دي.

په کوهاټ او اورکزيو کې تر دې وړاندې هم د ماين په چاودنو کې د ملکيانو او امنيتي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پاکستان په ځانګړي ډول پښتونخوا د تېرو څو کلونو پرتله اوس ارامه وه، خو وروستيو پېښو وښوده چې دغلته لا هم د ناامنيو څپې خپرې دي.

د پښتونخوا په څنګلورې صوبه، بلوچستان کې بيا تر ډېره دا ډول بريدونه په شعيه مسلمانانو کېږي.

ورته مطالب