شمالي وزيرستان کې ډرون ۱۰ کسه وژلي

ډرون د انځور حقوق us airforce
Image caption ځايي چارواکي وايي دغه ودانۍ د پاکستاني طالبانو د تحريک یو مرکز وو.

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه بريد کې لس "تندلاري" وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

بريد پرون ( دوشنبه، ۲۳ جولای) د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشا نه کابو پنځوس کيلو متره لرې د شوال په سيمه کې شوی دی.

امريکايي څارګرې الوتکې پر يوې ودانۍ لس توغندي توغولي او ودانۍ يې په بشپړ ډول ويجاړه کړې ده.

ځايي چارواکي وايي دغه ودانۍ د پاکستاني طالبانو د تحريک یو مرکز وو.

يوه ځايي امنيتي چارواکي اسوشېيټېډ پرس خبری اژانس ته ويلي، چې وژل شوي سوځېدلي دي.

ده ويلي دا لا نه ده معلومه چې په دغه برید کې کوم طالب مشر هم وژل شوی دی، که نه.

چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې د وژل شويو هويت معلوم او د هغوی پېژندګلوي وکړي.

امريکا د پاکستان قبايلي سيمه شمالي وزيرستان د "طالبانو پياوړی مرکز " ګڼي او ګمان کوي چې القاعده او نور وسله وال طالبان له همدې ځايه په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه طرحه کوي.

د دې مياشتې په لومړيو کې د ډرون يوه بريد شپږ تندلاري ووژل او د جون پر څلورمه يوه بل بريد د القاعده د یوه مهم مشر "ابویحی اللبي" په ګډون ۱۵ کسه ووژل.

ورته مطالب