باجوړ کې یوې بمي چاودنې اووه تنه وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د برید موخه څوک و.

افغانستان پولې ته څېرمه قبايلي سيمه باجوړ کې یوه بمي برید اووه تنه وژلي او لږ تر لږ ۳۰ کسه نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي پېښه د باجوړ ايجنسۍ د سالارزو تحصيل په پشت بازار کې له لرې کنټرولېدونکي بم له امله رامنځ ته شوې.

باجوړ ايجنسۍ کې د حکومتي روغتون يو ډاکټر محمدرياض وايي دوى ته ٢١ ټپيان ور وړل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت یې نازک بللی.

د ارشدخان په نوم يو عیني شاهد وايي چاودېدونکي توکي په يوه هټۍ (دوکان) کې ځاى پر ځاى شوي وو.

ارشد خان زیاتوي چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې ګڼ شمېر دوکانونه او نورې ودانۍ زيانمنې شوې او ښايي ډېر کسان اوس هم تر خاورو لاندې وي.

داسې هم ویل کېږي چې په برید کې دوه تنه ماشومان هم وژل شوي دي.

امنیتي پولیسو سیمه کلابنده کړې ده او پلټنه یې پیل کړې.

د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزی وايي تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د برید موخه څوک و.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې پړه نه ده منلې.

باجوړ په تېر کې د حکومتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و. اسلام پالي اورپکي دغلته د حکومت پر ضد جګړه بوخت دي.

دوه میاشتې وړاندې په یوه ځانمرګې برید کې دلته د امنیتي ځواکونو په ګډون شل تنه ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

د ځینو څیړونکو په ګومان د امنیتي ځواکونو لخوا، اورپکو سره د سخت چلند وروسته تر ډېره سیمه کې امنیت ښه شوی دی. له دې نه مخکې سیمه کې حالت دومره ښه نه و چې له امله یې لږ تر لږ څلورسوه زره بې ځایه شول. که څه هم ځینې خلک خپلو سیمو ته را ستانه شوي خو اوس هم ډیر خلک په پنډغالو (کمپونو) کې اوسېږي.

ورته مطالب