د ناټو لارۍ د 'امنیتي ستونزو' له امله ځنډول شوي

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption اوس دغه ګاډي د پېښور په کارخانو سېمه کې د لارې خلاصېدو په تمه ولاړ دي.

درې ورځې وړاندې په خېبر اېجنسۍ کې د ناټو پر اکملاتي ګاډو د نا پېژاندو وسله والو د بريد او د خېبر پښتونخوا او مرکزي حکومت تر منځ پر امنیتي پلان د اختلافاتو وروسته د پاکستان حکومت د تورخم له لارې ناټو ځواکونو ته اکمالات لېږدول ځنډولي دي.

د سه شنبې په ورځ (جولای/۲۴) د ناپېژانده وسله والو له خوا د ناټو پر اکمالاتي ګاډو بريد کې یو تن وژل شوی او ېو بل ټپي شوی و.

د خېبر اېجنسۍ یو حکومتي چارواکي بختیار خان تاییدوي چې د امنیتي ستونزو له کبله د دریو راهېسې يې ناټو ته د اکملاتو لېږدول ځنډولي دي.

ځايي چارواکو د خیبر اېجنسۍ د تحت بېګ سېمې نه د ناټو ګاډي بېرته مرکزي ښار پېښور ته لېږدولي دي.

اوس دغه ګاډي د پېښور په کارخانو سېمه کې د لارې خلاصېدو په تمه ولاړ دي.

په خېبر اېجنسۍ کې یو ځايي خبریال ولي خان شېنواري بي بي سي ته وويل په دوو ګاډو چې د وسله والو له خوا بريد شوی و، هغه هم تر اوسه په تورخم کې ایسار کړای شوي او د پاکستاني چارواکو له خوا ورته اجازه نه ورکول کيږي.

د ناټو اکملاتو د ځنډ یوه وجه د خېبر پښتونخوا او مرکزي حکومت تر منځ د امنيتي پلان پر سر اختلاف دی.

د خېبر پښتونخوا چارواکي واېي صوبایي حکومت او په صوبه کې د قبایلي چارو اړوند ادارو د جولای په ۱۲ د ناټو د اکملاتي ګاډو د امنيت په اړه یو ګډ پلان مرکزي حکومت ته استولی، خو تر اوسه د مرکزي حکومت له خوا د دغه پلان په اړه هیڅ ځواب نه دی ورغلی.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او حکومتي ویاند میا افتخار حسين بي بي سي ته وويل د اکملاتي ګاډو د ټېنګ امنیت ساتلو په غرض صوبايي حکومت مرکزي هغه ته وړاندیز کړی و، چې دومره ګاډي دې د سند او پنجاب ولایتونو نه خېبر پښتونخوا ته ولېږدول شي چې اړتیا يې وي.

نوموړی زېاتوي اوس چې د ناټو په ګاډو کې وسلې نه ساتل کيږي نو امنیت ساتل يې نور هم اسانه شوی.

میا افتخار وايي د ناټو اکملاتي ګاډو د امنیت په اړه يې خپل وړاندیزونه مرکزي حکومت ته رسولي، که چېرې عمل پرې و نه شي نو د ناټو پر ګاډو د بريدونو پېښې رامنځ ته کېدای شي چې ټوله پړه به بیا پر مرکزي حکومت اچول کيږي.

د امنیتي او سیاسي چارو څېړونکی برېګېډېر سید نظير وايي د امنیتي ستونزو له کبله د ناټو اکملات ځڼدول څرګندويي چې حکومت د مناسب امنیتي پلان نه پرته ناټو ته لار پرانیسته.

نوموړی زېاتوي ناټو ټانکرونو ته د اجازې حکومتي پرېکړه د عوامو او وسله والو غصه نوره هم راپارولې.

سېد نظیر وايي دا هم کېدای شي چې حکومت په یو غشي دوه ښکار کول غواړي:

امریکا يې ناټو ټانکرونو ته په اجازه ورکولو خوشحاله کړه او اوس د امنیتي ستونزو په پلمه سره د ناټو د اکمالاتو د لېږدولو د کچې په کمولو غواړي عوام خوشحاله کړي.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ناټو اکمالاتو ته د اووه مېاشتني ځنډ وروسته اجازه ورکړه.

تېر کال د نومبر په میاشت کې په مومند اېجنسۍ کې په پاکستاني پوسته د ناټو د بريد وروسته پاکستان په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د اکمالات لېږدولو لار وتړله.

ورته مطالب