د ناټو پر اکمالاتي ټانکر برید کې یو کس وژل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ناټو اکمالاتو ته لاره تېره مياشت تر هغه وروسته بېرته پرانستل شوه چې امريکا د پاکستاني عسکرو پر وژلو بښنه وغوښته.

د پاکستان په شمال لويديځ کې چارواکي وايي د ناټو پر يوۀ اکمالاتي ټانکر د بريد له امله لږ ترلږه يو تن وژل شوی. رپوټونه وایي چې ووژل شوی کس ټانکر چلوونکی و.

دا ټانکر د هغو اتلسو ګاډو په کتار کې وو چې د خيبر په قبايلي سيمې کې افغانستان ته روان وو.

پر ټانکر د خېبر پر لویه لاره د دوو موټر سايکل سپرو له لوري ډزې وشوې. په دې کتار کې نور اوولس ټانکرونه هم روان وو.

عیني شاهدان وایي امنیتي ځواکونو په وسلوالو ډزې هم وکړې خو دوی په تېښته بریالي شول.

سیمه کې یو ځاي خبریال وایي چې د اکمالاتي ټانکرونو کاروان د یو شمېر امنیتي ځواکونو لخوا بدرګه کېده.

دا له هغه تېرو دریو اوونیو راهیسې چې پاکستان د ناټو د اکمالاتي ګاډو پر مخ لاره پرانسته د خپل ډول دويمه پېښه ده.

دې تازه برید په ګاډو چلوونکو کې یو ځل بیا ویره خپره کړې ده.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د خېبر پښتونخوا چارواکي واېي صوبایي حکومت او په صوبه کې د قبایلي چارو اړوند ادارو د جولای په ۱۲ د ناټو د اکملاتي ګاډو د امنيت په اړه یو ګډ پلان مرکزي حکومت ته استولی، خو تر اوسه د مرکزي حکومت له خوا د دغه پلان په اړه هیڅ ځواب نه دی راغلی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ناټو پر ټانکرونو ډیر ځله د بریدونو هڅې کېږي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او حکومتي ویاند میا افتخار حسين بي بي سي ته وويل د اکملاتي ګاډو د ټېنګ امنیت ساتلو په غرض صوبايي حکومت مرکزي هغه ته وړاندیز کړی و، چې هومره ګاډي دې د سند او پنجاب ولایتونو نه خېبر پښتونخوا ته ولېږدول شي چې اړتیا يې وي.

نوموړی زېاتوي اوس چې د ناټو په ګاډو کې وسلې نه ساتل کيږي نو امنیت ساتل يې نور هم اسانه شوی.

د ناټو اکمالاتو ته لاره تېره مياشت تر هغه وروسته بېرته پرانستل شوه چې د امريکا د بهرنيو چارو هيلري کلنټن په مومندو کې د پاکستاني عسکرو پر وژلو بښنه وغوښته.

تېره اوونۍ امريکا پاکستان ته د سلگونو ميليونو ډالرو ځنډول شوې مرسته تر هغه لږ وروسته بيا پيل کړه چې دواړو خواوو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو په اړه سند لاسليک کړ.

ورته مطالب