هنګو کې وسله والو درې پولیس وژلي

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

ځینې وختونه د هنګو په سیمه کې پر شیعه مسلمانانو هم بریدونه کېږي.

د خیبر پښتونخوا په هنګو سمیه کې وسله والو د پولیسو په یوه موټر برید کړی او درې تنه يې وژلي دي.

امنیتي ځواکونه دغلته ځای په ځای شوي چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو مخنیوی وکړي.

وسله والو کسانو د پولیسو پر دغه ګاډي هغه مهال بريد وکړ چې دوی هنګو ښار ته نژدې په کوټکي سمیه کې ګزمه کوله.

په برید کې دوه نور پولیس ژوبل شوي دي چې روغتون ته استول شوی دي.

تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلی خو پولیسو وسله والو طالبان ګرم بللي دي. دوی وایي طالبانو پر ګزمه برید وکړ او وتښتېدل.

د هنګو د پولیسو مشر میا محمد سعید ادعا کوي چې په سيمه کې طالب وسله وال فعاله دي او برید دوی تر سره کړی دی.

ګل جمال چې د پولیسو یو بل مشر دی وايي دغه کار ترهګرو کړی دی او زیاته یې کړه “ موږ سیمه كلابند کړې او پلټنه پیل شوې ده.”

تر دې وړاندې هم په هنګو ولسوالۍ کې ورته بريدونه شوي چې تر ډېره يې پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

هنګو ته نژدې په اورکزیو ایجنسۍ کې د وسله والو پر ضد پاکستاني پوځ عملیات کوي.

ځايي خبریالان وايي چې ځینې وختونه له اورکزیو نه وسله وال دغې سیمې ته را اوړي.

په سیمه کې پر شیعه مسلمانانو هم بریدونه کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .