امریکايي الوتکو په وزیرستان کې ۱۸ شکمن اورپکي وژلي

د خپريدو وخت: 16:14 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391

ځايي چارواکي وايي د وژل شویو وسله والو کسانو تعلق د حافظ ګل بهادر په مشرې ځايي طالبانو سره دي.

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دریو جلا بریدونو کې لږ تر لږه اتلس کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې تر سره کېږي چې تېره ورځ په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره د مخالفت په موخه د پاکستان کورنیو چارو وزیر د امریکا يوډیپلومات را بللی و.

چارواکي وايي دغه بې پیلوټه الوتکو میران شاه ته ۶۰ کیلو متره نژدې درې کورونه په نښه کړي. دغوالوتکو ۹ توغندي توغولي چې له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

ځايي چارواکي وايي د وژل شویو وسله والو کسانو تعلق د حافظ ګل بهادر په مشرې ځايي طالبانو سره دي.

په سمیه کې نورو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

د رپوټونو له مخې د کورونو نه مړي ځايي خلکو را ویستلي دي.

دا په يوه اوونۍ کې څلورم دغه ډول بريد دى چې د پاکستان د سختو نیوکو سره مخامخ کېږي.

د پاکستان حکومت وايي دغه راز بریدونکي کې تر ډیره ولسي خلک وژل کېږي. پاکستان کې سیاسي ګوندونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو وار وار سخت احتجاجونه کړي. د پاکستان پارلمان هم ددغو الوتکو پر ضد یو پریکړه لیک منلی.

څه موده وړاندې د ولسمشر بارک اوباما د کابینې یوه غړي جان برنین وویل په هغو هیوادونو کې چې نه شي کولای یا نه غواړي چې د دوی د خوښې موخې په نښه کړي د بي پیلوټه الوتکو بریدونه جواز لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .