په وزیرستان کې پوځي عملیات: ځايي خلک به چېرې ځي؟

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
وزیرستان

د شمالي وزیرستان جرګې پرېکړه کړې د پوځی عملیاتو د پیل په صورت کې به د سیمي خلک افغانستان ته کډوال شي.

په شمالي وزیرستان کې د سیمیزې جرګې له هغې پرېکړې وروسته، چې په دغه سیمه کې به د پوځي عملیاتو له پیل کیدو وروسته د سیمي خلک افغانستان ته کډوال شي، زړه نا زړه توب رامنځته شوی.

هغه خلک، چې د احتمالي پوځي عملیاتو له پیل نه مخکې د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو سیمې ته کډوال شوي وو، د جرګې له پرېکړې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

له بنو څخه په راغلیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دې سیمې ته له وزیرستان څخه نژدې پنځوس کورنۍ رسېدلې وې او په کراه يې کورونه نیول.

په یاده جرګه کې پرېکړه شوې وه، چې د احتمالي پوځي عملیاتو له پیل وروسته به د سیمي خلک د پاکستان په ځای د افغانستان لور ته کډوال کیږي.

دسیمي د یوه تن مخور ملک معمور په خبره، د جرګې ګډونوالو وویل: له دې مخکې په قبایلی سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله متاثرو خلکو ته هيڅ ډول مرسته نه وه ورکړل شوې، ځکه اوس د شمالي وزیرستان خلک غواړي افغانستان ته کډوال شي.

بل لور ته د امریکا متحده ایالات د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې باید د دغه هېواد پوځ په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې په ضد پوځی عملیات پیل کړي.

د شمالي وزیرستان یوه لور ته د بنو او بل لور ته د جنوبي وزیرستان سیمې پرتې دي. دا سیمه په شمال کې له اورکزی او کرمه قبایلي ایجنسیو او په لویدیځ کې د افغانستان له خوست ولایت سره ګډه پوله لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .