د قبایلي سیمو زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شول

د خپريدو وخت: 08:07 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391
پولیو

د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلي ماشومانو ته د واکسین ورکولو مخالفت کړی و

په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین په لړ کې لرې پرتو او جګړه ځپلو قبایلي سیمو ته د لاسرسي په لړ کې مهم بریالیتوب ته رسېدلي دي.

دوی وايي د تېرو څو ورځو په موده کې يي د بېلا بېلو قبایلي سیمو یو شمېر ماشومانو ته دغه واکسین ورکړي دي.

دغه مقامات وايي په یو شمېرقبایلي سیمو کې د تېرو شپېتو کلونو په موده کې لومړی ځل ماشومانو ته د پولیو او یو شمېر نورو ناروغیو ضد واکسین ورکړل شول.

په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین یوې مسوولې شهنازوزیرعلي بي بي سي ته وویل دغه بریالیتوب د یوه نیم کال هڅو محصول دی.

یوه لوړ پوړي چارواکي بی بي سي ته ویلی، چې انصارالاسلام نومي ډلې ماشومانو ته واکسین ورکول تایید کړل او له دې وروسته دې ډلې د نورو ځايي خلکو په راضي کولو او چمتو کولو کې هم مهم رول ولوباوه.

شهناز وزیرعلي وايي'' په کورمه، خیبر او اورکزی قبایلي اېجنسیو کې زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي دي''

مسوولین وايي د سپتمبر په دریمه او څلورمه نېټه په تېرا دره کې دوه دېرش زره شپږ سوه یو څلوېښت ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ورکړل شول.

شهناز وزیرعلي

"دې سیمو کې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلي ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو مخالفت کړی و او په دې سربېره په سیمه کې د بې سوادۍ او دودونو، رواجونو د حاکمیت له امله هم یو شمېر خلکو ماشومانو ته د واکسین ورکولو سره مخالفت کاوه."

د دوی په خبره په تېرا کې یوازې څلور کورنۍ داسې وې، چې خپلو ماشومانو ته يي د واکسین له ورکولو ډډه کوله، خو د دوی په خبره د هغو د راضي کولو لپاره هڅې دوام لري.

چارواکي وايي د سږ کال په مارچ میاشت کې د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري د ګوزڼ د ناروغۍ په اړه له خبرداري وروسته يي خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د ۲۰۰۹ م کال د سپتمبر تر میاشتې پورې د تېراه درې د درې دېرش زره ماشومانو په شمول یوازې په خیبر ایجنسۍ کې داسې یو لک پنځه شپېته زره ماشومان موجود وو، چې پولیو ضد واکسین نه وو ورکړل شوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .