عوامي نیشنل ګوند د خپل غړي د جایزې اعلان رد کړ

د خپريدو وخت: 10:51 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

عوامي نیشنل ګوند وايي د غلام احمد خان بلور له خوا د جایزې ورکولو اعلان د ده شخصي نظر دی او د ګوند دریځ نه څرګندوي

د پاکستان عوامي نیشنل ګوند د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۴مه) ویل د اسلام پېغمبر ته د سپکوونکي فلم د جوړوونکي قاتل ته د جایزې ورکولو اعلان چې د دوی یوه وزیر کړی د ګوند دریځ نه دی.

عوامي نیشنل ګوند چې په واکمن ایتلاف کې ونډه لري وویل، د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو جایزې اعلان چې د اورګاډو وزیر غلام احمد بلور کړی دی، ردوي.

ښاغلي بلور ویلي دي: "هر چا کې د اسلام پېغمبر ته د سپکوونکي فلم جوړونکی وواژه، زه به ۱۰۰۰۰۰ ډالر ورکړم. که په راتلونکې کې بل چا هم دا ډول له سپکاوي ډک توکی جوړ کړ، وژونکي ته به یې زه بیا هم سل زره امریکايي ډالر ورکړم."

ښاغلي بلور طالبانو او د القاعدې غړو ته هم بلنه ورکړې وه چې د ده په وینا په دې "نېک کار" کې ونډه واخلي.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مرکزي مشر سناتور زاهد خان بي بي سي ته ویل "دا د ښاغلي بلور خپل نظر دی او د ګوند دریځ نه څرګندوي او موږ د داسي یو شي تصور هم نه شو کولای."

سناتور زاهد خان ویل چې د دې موضوع په هکله د ګوند غړو ترمنځ خبرې دوام لري خو له خنډ و ځنډ سره ځکه مخامخ شوي دي چې د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان امریکا ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره تللي دی.

حکومتي غبرګون

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف د ښاغلي بلور اعلان ته سخت او له قهره ډګ غبرګون څرګند کړی دی.

د صدراعظم د ویاند له خوا په یوې اعلامیې کې یې ویل شوي چې حکومت له دغه اعلان سره هیڅ تړاو نه لري او دغه اعلان ردوي.

په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې حکومت د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو سره د اورګاډو د وزیر غلام احمد بلور په اړه خبرې کوي او داسي اشارې هم شوي چې ښايي ښاغلی بلور له دندې ګوښه کړای شي.

مظاهرې

په امریکا کې د اسلام پېغمبر ته د سپکاوي فلم په خپرولو سره د نړۍ په ځینو اسلامي هېوادونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې.

په دې لړ کې د تېرې جمعې په ورځ په کراچۍ او پېښور کې هم د دغه فلم د خپرېدو په اعتراض مظاهرې وشوې او په ترڅ کې یې لږ ترلږه ۲۰ کسان ووژل شول او په لسګونه نور ټپیان شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .