طالبان وايي بېلور به نه په نخښه کوو

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

دغه ویاند زیاته کړه چې شورا يې دا پړېکړه کړې او وايي د ښاغلي بېلور اعلان یو زړه ور کار و.

پاکستاني طالبانو ويلي د اورګاډیو لپاره د دغه هېواد وزیر حاجي غلام احمد بېلور نوم د په نخښه شویو کسانو له لسته ځکه وباسي چې تېره اوونۍ يې د اسلام ضد امریکايي فلم جوړونکي د وژلو پر سر د جایزې اعلان وکړ.

د "تحریک طالبان پاکستان" په نامه د دغې ډلې یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته له یوه نا معلوم ځایه ویلي چې د دوی شورا وروسته له هغه پړېکړه وکړه چې د ښاغلي بېلور نوم د په نخښه شویو کسانو له لسته وباسي چې نوموړي د اسلام ضد فلم د جوړوونکي د وژلو پر سر د انعام اعلان وکړ.

دغه ویاند زیاته کړه چې شورا يې دا پړېکړه کړې او وايي د ښاغلي بېلور اعلان یو زړه ور کار و.

د اورګاډو وزیر غلام احمد بېلور هغه وخت د نړېوالو پام او غندنې را پورته کړې چې په امریکا کې د جوړ شوي اسلام ضد فلم د جووړونکي وژونکو ته يې د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو د انعام اعلان وکړ او پر القاعده او طالبانو يې غږ وکړ چې د هغه په ټکو په دغه نېک کار کې ور سره مرسته وکړي.

ښاغلي بېلور استدلال کاوه چې دا به یوازېنۍ لار وي چې د اسلام د پېغمبر (ص) پر وړاندې سپکاوی ودروي.

خو د ښاغلي بېلور ګوند عوامي نیشنل پارټۍ او د پاکستان مرکزي حکومت ژر ځان لېرې وښوود او و يې ويل چې دا د غلام بېلور خپل شخصي نظر دی او د هغه له ګوند او مرکزي حکومت سره هیڅ تړاو نه لري.

د طالبانو ویاند احسان زیاته کړه چې که حتی په راتلونکي کې هم ښاغلي بېلور د دوی پر ضد څه وويل نو هیڅ به نه ور ته ويل کيږي او بې خاره به ګرځي.

خو دا یې هم په ډاکه کړه چې د غلام بېلور د ګوند نور غړي به دا امتیاز نه لري.

د عوامي نشګل ګوند څو غړي په تېرو څو کلونو کې د وسله والو له خوا په دې خاطر په نخښه شوي او وژل شوي چې د طالبانو پر ضد يې د پوځي عملیاتو ملاتړ کاوه.

د پاکستان لومړي وزیر د ښاغلي بېلور د وینا غندنه کړې او داسې ګونګوسې هم وې چې ښايي حکومت د غلام احمد بېلور د وزارت له دندې نه د لېرې کېدو پر سر هم غور کوي.

عوامي نشنل ګوند د پيپل ګوند ایتلافي ملګری دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .