ولې سوداگر د امريکا بيرغ سوځولو ته خوښي کوي؟

د خپريدو وخت: 17:01 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د امریکا د بيرغ جوړلو يو سوداګر نويد اختر وايي د مظاهرو پر وخت يي يو په لس زياتي پيسې ګټلې دي.

په امریکا کې د جوړ شوي فلم پر ضد چې اسلامي مقدساتو ته په کې سپکاوی شوی تيره مياشت په پاکستان کې قهرجني مظاهري وشوي. مظاهره چیانو د لاریونونو پر وخت د امریکا بيرغ او د ولسمشر باراک اوباما په ګډون د امریکايي مشرانو ګڼ شمير عکسونه هم وسوځول.

په دغو مظاهرو کې په پاکستان کې لږ تر لږه ٢٠ کسانو خپل ژوند له لاس ورکړ او حکومتي او غير دولتي ودانیو ته هم زیان وا وښت.

د مظاهرو پر وخت د لارو او سړکونو له تړل کېدو او بازارنو بنديدو سره که له يوي خوا زیاتره خلک له ستونزو سره مخ شول نو بلي خوا ته له دغو مظاهرو سره يوي کاروباري ډلي ته ګټه هم ورسيده.

دا هغه کاروباري ډله ده چې د امریکا بيرغ يي جوړولو چې بیا به د مظاهره کوونکو له خوا سوځول کېدۀ.

د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د امریکا د بيرغ جوړلو يو سوداګر نويد اختر وايي د مظاهرو پر وخت يي يو په لس زياتي پيسې ګټلې دي.

"یو امریکايي بيرغ د ۱۲۰ او ۱۵۰۰ روپو پورې پلورل کېدۀ چې د مظاهرو پر وخت د بيرغونو خرڅ زيات شوی و".

همدا وجه وه چې کله به سوداګر حيدر کتل چې د هغه د جوړ شوي بيرغ لوګي پورته کېږي نو خوشحال به شو.

خو دا يوازې د بيرغونو سوځول نه و چې اضافه شوي و بلکې په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات هم اوج ته رسيدلي و.

سوداګر نويد اختر وايي د پاکستانیانو لپاره امریکا اوس د هند پر ځای په یو روایتي دښمن بدله شوې.

يو بل دوکاندار نديم محمود شاه بیا وايي ده موده وړاندې د هند بيرغ جوړاوه.

نوموړی وايي د امریکا په بيرغ کې داسې ټوکر کارول شوي چې ډير په اسانۍ اور اخلي او دا هغه څه دي چې مظاهره چیان يې هم غواړي، په خاصه توګه چې د تلويزیون کامرې ترې چاپيرې وي.

یو تن عاصم چې په راولپنډۍ ښار کې په يو هوټل کې کار کوي وايي، د امریکا بيرغ سوځول د مظاهرې یوه مهمه برخه جوړوي.

نوموړی زياتوي هغه خپله هم تيره میاشت د امریکا څلور بيرغونه وسوځول.

۲۲ کلن عاصم وايي د امریکا بيرغ سوځولو سره ورته خوشحالي احساسيږي، هغه وايي دا کوم جرم نه دی بلکې يو ډول د رايې اظهار دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .