هنګو کې ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 10:46 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
pakistan

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د دې برید مسوولیت منلی او وايي په دې برید کې له هغه ډېر زیان اوښتی، چې یادونه يي کیږي.

د خېبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له کبله دوه کسان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.

د پولیس په وینا هنګو ته څېرمه په یوه کلي کې د عبدالخالق نومي کس کره څو تنه ناست وو، چې له یوه بل کلي یو سړی راغی. د پولیس په خبره له دې وروسته برید ګر دغه کور ته ننوت او په ځان پورې تړلي باروت يي وچاودل.

د پولیس ځايي مشر عمر حیات وايي په دې برید کې ابراهیم نومي سړی وژل شوی او د بریدګر یوازې پښې موندل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د دې برید مسوولیت منلی او وايي، چې په دې برید کې له هغه ډېر زیان اوښتی، چې یادونه يې کیږي.

ځايي خلک وايي برید د طالبانو دیوه قومندان مولوي محمد نبي پر کور شوی. د دوی په خبره مولوي محمد نبي له دې بریده ژوندی وتلی. د نوموړي پر کور له دې مخکې هم یو برید شوی.

بل لور ته د جنوبي وزیرستان لپاره د پاکستان پولټیکل ایجنټ ویلي د کریکټ د پخواني لوبغاړي عمران خان سیاسي ګوند تحریک انصاف غړو ته به اجازه ورنه کړي، چې په دې سیمه کې سیاسي غونډه وکړي.

پولټیکل ایجنټ شاهدالله خان بي بي سي ته وویل، چې د عمران خان ګوند ته يي په دې اړه ویلي دي.

د پاکستاني تحریک انصاف غړو په پاکستاني خاوره کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکو د توغندويي بریدونو په ضد د اکتوبر په اوومه ورځ په جنوبي وزیرستان کې د سیاسي غونډې رابللو تابیا درلوده.

پاکستاني چارواکي وايي د دغه ګوند په لاریون کې د بهرنیانو د شتون او ډېرو خلکو د ګډون د احتمال له امله به دوی اجازه ورنه کړی، چې دغه ګوند په قبایلي سیمه کې غونډه وکړي. پاکستاني چارواکي وايي، داسې احتمال شته چې د غونډې پر ګډونوالو برید وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .