د پاکستان ډرون ضد لاريون جنوبي وزیرستان ته خوځېږي

د خپريدو وخت: 05:59 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391
 عمران خان

عمران خان له څو سوو تنو سره د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه روان شوی، او نور ملاتړي يې د لارې په اږدو کې ورسره يو ځای کېږي.

د امريکا بې پيلوټه الوتکو پر ضد د عمران خان په مشرۍ د پاکستان انصاف غورځنګ لاريون جنوبي وزيرستان ته پر لار ديره اسماعيل خان ته رسېدلی او تېره شپه يې همدلته تېره کړې ده.

زرګونه لاريونيان په موټرونو کې غواړي جنوبي وزيرستان ته لاړ شي، او د بې پيلوټه الوتکو بريدونو پر وړاندې خپل سوله ييز مخالفت څرګند کړي.

د سولې شاوخوا ۸۰ تنه لوېديځ فعالان هم د موټرونو له دغه لاريون سره مله شوي دي.

عمران خان له څو سوو تنو سره د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه روان شوی، او نور ملاتړي يې د لارې په اږدو کې ورسره يو ځای کېږي.

طالبانو ګوتڅنډنه کړې چې دوی به پر لاريون بريدونه کوي.

عمران خان په ديره اسماعيل خان کې ويلي دوی هلته د سولې لپاره تللي، نه غواړي د خپلو ملګريو ژوند خطر کې واچوي، او د ګواښونو کچه به څاري.

تر ډېره ويل کېږي چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونو پر وړاندې دغه لاريون نه د عمران خان موخه راتلونکو ټاکنو ته تياری او د خپل ګوند اغېز پراخونه ده.

د پاکستان د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي عمران خان باور کوي د طالبانو له خوا دوی ته ګوتڅنډنه کې د سيالو مذهبي ډلو لاس دی.

رحيم الله يوسفزی

د پاکستان د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي عمران خان باور کوي د طالبانو له خوا دوی ته ګوتڅنډنه کې د سيالو مذهبي ډلو لاس دی.

د دېره اسماعيل خان کمشنر کفايت الله د فرانسې خبري اژانس ته ويلي وزيرستان ته د لاريونيانو ننوتل له پوښتنې بهر ده، دوی ته به امنيت برابروي، خو له دېره اسماعيل خان ور هاخوا به د چاودنو او بريدونو د ګواښونو له مخې لارې تړلې وي.

د ډېرو نورو پاکستانيانو په څېر عمران خان ټينګار کوي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي خلک وژل کېږي، او د اورپکيو د ملاتړ زياتوالي ته لار هواروي.

خو امريکايي چارواکي بيا له خپل لوري پر دې خبره زور راوړي چې د بې بيلوټه الوتکو بريدونو کې ملکيانو ته ډېر کم زيان رسېږي، او ګنې دا د طالبانو او القاعدې پر وړاندې اغېزناکه وسله ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .