په ډرون برید کې پنځه تنه وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 06:33 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

په دې برید کې په نښه شوی کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او په کې موجود پنځه کسان وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان په مېرانشا سیمه کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په برید کې پنځه تنه سخت دریځي وژل شوي دي.

د پاکستان د دولتي ټیلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه برید د مېرانشا ختیځ ته د هرمز په سیمه کې شوی.

ځايي امنیتي چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې یو شمېر بې پیلوټه الوتکو تر ډېره وخته پر سیمه پروازونه کول او وروسته يي په یوه کور څلور توغندي وتوغول.

په رپوټ کې ویل شوي، چې په دې برید کې په نښه شوی کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او په کې موجود پنځه کسان وژل شوي دي.

خو تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان ځايي خلک وو او که بهرنیان.

په قبایلي سیمه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه له تېرو څو کلونو راهیسې دوام لري. په دې بریدونو کې کله ناکله ځڼد رامنځ ته شي، خو په بشپړه توګه نه دي درول شوي.

پروسږ کال په نومبر کې پر پاکستاني پوځي پوسته د ناټو د هوايي ځواک له بمباري وروسته د یو څه مودې لپاره دغه بریدونه وځنډېدل، خو له هغه وروسته بیا پیل شوو.

تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان ځايي خلک وو او که بهرنیان

په دا وروستیو کې د پاکستاني سیاسي ګوند (تحریک انصاف) مشر عمران خان د خپل ګوند له غړو سره د دغه ډول بریدونو په ضد د احتجاج په توګه د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه پر لورلاریون وکړ، خو په ټانک سیمه کې يې پاکستاني امنیتي ځواکونو مخه ونیوله.

" پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د ډرون بریدونو له هدف سره متفق دی، خو د دې بریدونو څرنګوالی ورته د منلو نه دی."

حنارباني کهر

پاکستان له دې بریدونو سره مخالفت کوي او دغه ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت یرغل بولي. تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهرپه امریکا کې د شتون پر مهال وویل، چې دغه ډول بریدونه غېر قانوني دي.

د نوموړې په خبره پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د ډرون بریدونو له هدف سره متفق دی، خو د دې بریدونو څرنګوالی ورته د منلو نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې له څرګندونو وروسته د امریکايي راډیو این پي ار په یوه رپوټ کې وویل شول، چې د پاکستان له پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف نه نیولې بیا تر اوسني حکومت پورې چې ایله شپږ میاشتتې پخوا جوړ شوی، د پاکستان ټول واکمن دغه ډول بریدونه تاییدوي.

د راډیو له رپوټ سره سم په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د ډرون بریدونو په اړه د پاکستاني حکومت نا رضایت ولېدل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .