په کوچنیوالي وادۀ شوې په تېر عمر کړېږي

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

ځینې څېړونکي په دې باور دي چې په کمکي عمر د نجونو د ودولو اغېز ټول عمر روان وي

د زبيده بيگم کيسه چې نيمه پيړۍ وړاندې په ١١ کلنۍ وادۀ شوې وه خو لا تر اوسه ترې کړېږي او د حل لاره نه لري.

د اکتوبر ١١ مه ملگرو ملتونو د نجونو نړيواله ورځ بللې ده، دا ورځ په ځانگړي ډول د نجونو د حقونو د منلو او يادولو په هيله بېله شوې ده.

په افغانستان او پاکستان کې نجونو ته يوه لويه ورپېښه ستونزه په کمکي عمر د هغوى ودول دي.

په کمکي عمر د نجونو د ودولو اغېز ټول عمر روان وي. "زبيده بيگم" چې اوس سپين سرې ميرمن ده په کمکي عمر وادۀ شوې وه چې لا تر اوسه يې منفي اغيزې ويني.

زبيده بيگم د پاکستان اوسېدونکې وه چې په ١٩٦٠ مو کلونو کې په ١١ کلنۍ وادۀ شوه او له هغه ځايه انگلستان ته د خپل ميړۀ له خوا راوستل شوه.

زبیده بیګم وايي " زۀ چې وړه وم تر خپل عمر لويه ښکارېدم. زما ترلې او نورې خورلڼې چې تر ما څو کاله مشرې هم وې که به له ما سره ودريدې نو زما او د دوى د عمر ترمنځ به چا توپير نه شواى کولى."

د زبيدې او هغه وخت د دې د خاوند لپاره چې ٤٠ کلن و د دې د بدن جوړښت په دې گټه تمام شول چې برتانيا ته يې د ويزې کار په اسانۍ وشو.

" ياديږې مې چې پاسپورټ مې اخيست چا مې د عمر پوښتنه ونه کړه. کله چې انگلستان ته راغلم زما انگريزي نه وه زده او ميړۀ مې خلکو ته ويل چې زۀ ١٩ کلنه يم ټولو باور پرې کاوۀ."

"د زبيدې خاوند هيڅکله دې ته برتانوى پاسپورټ وانه خيست، حال دا چې ډېر پخوا لا دا د برتانوي پاسپورټ لرلو حقداره وه."

زبېده بیګم

که څه هم زبيدې په انگلستان کې له نوي ژوند سره ځان ژر روږدى کړ خو تېر عمر ته چې گوري په يوه خبره اوس هم ځوريږي چې کله چا ورڅخه د نظر پوښتنه ونه کړه. د دې کورنۍ دا وادۀ کړه، د دې مېړۀ دې ته نوى عمر وټاکۀ او يوۀ بل پردي هېواد ته يې ولېږدوله.

" له ما يو ځل چا ونه پوښتل چې زۀ د خپل ژوند په باب څه وايم."

برتانيا ته په راتگ د دې خولۀ لا ډېره پټه شوه، دې انگريزي نه شواى ويلى، له خلکو سره په خبره نه پوهېده له خپل کور دباندې نه بلده وه او نه په څه پوهېده.

" حتى په لويديځه نړۍ کې زۀ له خپلو حقونو محرومه وم ځکه چې په واړۀ عمر وادۀ شوم، له ١١ کلنۍ دلته اوسېږم خو چې په کور کې د ناپوهۍ له امله بنده پاتې شوم نو دا دى تر اوسه حتى په ژبه نه پوهېږم او له ټولو پردۍ يم."

د زبيدې خاوند هيڅکله دې ته برتانوى پاسپورټ وانه خيست، حال دا چې ډېر پخوا لا دا د برتانوي پاسپورټ لرلو حقداره وه.

کلونه کلونه يې په پاکستان کې له خپلو خپلوانو سره ونه ليدل. د دې پلار چې ومړ دا نه شواى ورتللى ځکه چې د پاسپورټ د نېټې له تېرېدلو يې ١٥ کاله تېر شوي وو.

اوس چې سپين سارې ده زبيده په اسنادو کې د ناسم عمر له امله نورې ستونزې لري.

" چې ډاکټر ته ورشم دوى اسنادو ته گوري او وايي زړه ښځه يم او راته وايي عمر ته مې په کتو روغه يم خو دوى نه دې خبر چې اصلي عمر مې اته کاله کم دى."

د زبېدې دا کيسه نيمه پيړۍ پخوا پېښه شوې خو دا کار اوس هم روان دى ځکه چې د يوې نجلۍ د عمر بدلول خورا په اسانۍ ممکنه دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .