ادم خېل دره کې ځانمرګي ۱۵ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د چاودنې ځینې ټپیان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې ددغه هېواد په شمال لوېديځ ادم خېلو دره کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي دي.

برید د مارکیټ د ننه د ګاډي په مټ شوی دی.

د کوهاټ سیمې کمیشنر صاحب زاده محمد انیس بي بي سي ته وویل چې په برید کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي برید په هغه سیمه کې شوی، چې د امن لښګر په نامه ډلې مرکز هم موقعیت لري.

محمد انیس وايي، ظاهراً داسې ښکاري چې د برید هدف د امن لښکر مرکز و.

پر همدې مهال، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین رسنیو ته ویلي چې د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته شپږ مړي وړل شوي ديږ

د پاکستان تلوېزیون ویلي برید د دره ادم خېلو په مرکزي بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال شوی دی.

حکومتي تلوېزیون د پېښې انځورونه ښودلي او وايي چې ټپیان د پېښور او کوهاټ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پي ټي وي ویلي، چې په دې برید کې لږترلږه ۲۵ دوکانونه ویجاړ او سوځېدلي دي.

که څه هم پاکستان نه دي ویلي، چې په وژل شوو کې څوک دي، خو داسې انګېرل کېږي، چې د طالبانو ضد نیمه پوځي کسان به په نښه شوي وي.

د پاکستان پوځ وړاندې له اورپکو او طالبانو سره په سیمه کې نښتې کړي دي.

د برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

دره ادم خېل یو کوچنی ښار دی، چې پېښور ښار ته نژدې نیم ساعت لاره لري.

دوه کاله مخکې هم په دغه سیمه کې د یوه جومات د ننه ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې لږترلږه ۷۰ کسان ووژل شول.

دره ادم خېل کې د سیمه ییزو وسلو کاروبار کېږي.

د تېرې جمعې پر ورځ (اکتوبر ۱۲) هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په ډېره بګټي او سبي سیمو کې د بمي چاودنو په دوه جلا پېښو کې د درې ملېشه عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.

د پاکستان د دولتي رپوټونو له مخې په سبي کې د موټرسایکل بم چاودنه شوي، چې له کبله یې اته تنه وژل شوي او د درې ماشومانو په ګډون ۱۵کسان ټپیان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .