د ملالې یوسفزۍ د یادښتونو څو بېلګې

د خپريدو وخت: 12:35 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

ملاله د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) په سوات کې د پاکستاني طالبانو له خوا په بريد کې د دوو نورو ملګرو سره سخته ټپۍ شوه.

شنبه د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ ۷ مه

زه او ورور مې له غرمې وروسته مينګورې ته روان شوو، مور مې لا مخکې هلته تللې وه. زه هم خوشاله وم، خو په همدې وخت کې په دې فکر ډارېدم هم، چې ۲۰ ورځې وروسته ستنېږم. مينګورې ته له ننوتو مخکې عجيبه غوندې چوپتيا وه. د اوږدو وېښتانو او ږيرورو خلکو پرته نور هېځوک نه وو، له بڼې دوی طالبان ښکارېدل. ځينې کورونه مې وليدل چې په ډزو زيانمن شوي وو.

يکشنبه د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ ۸ مه

د ښونځي جامو، بکس او هم د هندسې قطي ته په کتو خپه يم. د المارۍ په پرانيسته، او د ښوونځي جامو او شيانو ته په کتو مې زړه خوږېږي. د هلکانو ښوونځي سبا ته پرانيستل کېږي. طابلانو د نجونو پر ښوونځيو بنديز لګولی دی. د ښونځي يادونه مې د سترګو ترمخ تېرطږي، په تېره بيا د نجونو ترمنځ بحثونه او ناندرۍ.

سې شنبه د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ ۱۷ مه

نن مې ازموينو ته په تياري پيل وکړ، ځکه د سولې له تړون وروسته هيلې شته چې کېدی شي د نجونو ښوونځي بيا پرانيستل شي. ښوونکې مې نن رانغله،ځکه د يو چا کوژدې ته ورغلې وه. مولانا صوفي محمد نن په سوات کې دی، رسنۍ هم راغلې دي. په ښار کې خورا ګڼه ګوڼه ده، او شورو او زوږ بېرته ستون شوی دی. خدای دې دا تړون بريالی کړي، زه هيلمنه يم.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .