بلوچستان کې لا هم دګوزڼ( پولیو) ناروغي شته

د خپريدو وخت: 07:44 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د کلي د ملا امام د فتوا له مخې د نجیب الله مور او پلار هغه ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو انکار کړی و. عصمت الله کاکړ

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکو د ګوزڼ( پولیو )د یوه بل ناروغ نوم ثبت کړی دی. د پولیو دغه ناروغ د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې نه نژدې ۴۰۰ کیلو متره لرې په شمال ختیځ کې اوسي، چې نجیب الله نومیږي او درې نیم کاله عمر لري.

نجیب الله د شیراني د دهانه سر سیمي اوسېدونکی دی. د بلوچستان د روغتیا سیکرتر عصمت الله کاکړ د پېښې په تایید سره وايي، چې د کلي د ملا امام د فتوا له مخې د نجیب الله مور او پلار هغه ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو انکار کړی و.

د سیکرتر کاکړ په خبره د فتوا ورکونکي ملا امام په ضد به تحقیقات تر سره شي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ځايي مسوولین وايي د نجیب الله د ناروغۍ له مشخص کېدو سره په بلوچستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو د مشخص شویو ناروغانو شمېر څلورو تنو ته ورسېد.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د پولیو د ډېرو کېسونو له معلومېدو وروسته د پولیو د مخنیوي نړیوالو ادارو بلوچستان ریډ زون (خطرناکه سیمه) نومولی و. دې ادارو دا هم ویلي و، چې که په دې سیمه کې د پولیو د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات ونه شي، بهر ته به د دغه ځای د اوسېدونکو په تلو بندیز ولګول شي.

"په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د پولیو د ډېرو کېسونو له معلومېدو وروسته د پولیو د مخنیوي نړیوالو ادارو ویلي و، چې که په دې سیمه کې د پولیو د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات ونه شي، بهر ته به د دغه ځای د اوسېدونکو په تګ بندیز ولګول شي."

تېر کال د بلوچستان په مرکز کوټه، پشین او کلا عبدالله سیمو کې د پولیو د ډېرو پېښو له ثبت کېدو ورسته، دغه ځایونه د لوړ کچ خطرناکې سیمي بلل شوې وې.

ځايي چارواکي وايي له حکومتي اقداماتو وروسته د پولیو د نویو ناروغانو شمېر لږ شوی دی. د دوی په خبره تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۵۴ کېسونه ثبت شول، خو سږ کال تر اوسه پورې دغه شمېر یوازې څلور دی.

د اکتوبر په ۱۵ نیټه په بلوچستان کې د پولیو ضد کمپاین په لومړۍ ورځ په کوټه کې د واکسین ورکونکو یو کس ووژل شو، چې له امله یې د بلوچستان روغتیايي کارکونکو د راتلونکي کمپاین پر مهال د اعتصاب اعلان وکړ.

په کوټه کې د روغتیايي کارکونکو د اتحادیې مشر عبدالصمد رییساني بي بي سي ته وویل، چې د مناسبو امنیتي تدابیرو د نشتوالي له امله په کوټه کې د دوی ملګری ووژل شو او له همدې امله یې د اعتصاب پرېکړه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .