له پاکستانه د بشري حقونو د څارونکې ډلې غوښتنه

د خپريدو وخت: 10:12 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د بشري حقونو د نړیوال سازمان په وینا سږ کال په پاکستان کې پر ۹۶ ښوونځیو بریدونه شوي.

د بشري حقونو څارونکې ډلې( هیومن رایټس واچ) د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په په دغه هېواد کې د ښوونکو، زده کوونکو، ښوونځیو او همدا راز د بشري حقونو د فعالانو خوندیتوب ته توجه ډېره کړي.

په یوه اعلامیه کې د غه سازمان له القاعده، طالبانو او نورو وسله والو ډلو هم غوښتي، چې پر ماشومانو، ښوونکو او ښوونځیو بریدونه ونه کړي.

د دغه سازمان په وینا سږ کال په پاکستان کې پر ۹۶ ښوونځیو بریدونه شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې اکثر بریدونه د خېبر پښتونخوا ایالت او قبایلي سیمو پر ښوونځیو شوي دي.

"د پاکستان ځینې برخې د نړۍ له هغو سیمو نه شمېرل کیږي، چې ښوونځي ته د تګ په لړ کې تر ټولو خطرناکې بلل کیږي."

علي دیان خان

د سازمان د مسوولینو له وینا سره سم په مهمند ایجنسۍ کې پر ۱۴په صوابي کې پر ۱۳ په چارسده کې پر ۱۲ او په مردان سیمه کې پر ۱۱ ښوونځیو بریدونه شوي دي.

د سازمان په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې په دې سربېره په سند او بلوچستان کې هم پر ښوونځیو بریدونه شوي دي.

په پاکستان کې د هیومن رایټس واچ استازی علي دیان خان وايي د پاکستان ځینې برخې د نړۍ له هغو سیمو نه شمېرل کیږي، چې ښوونځي ته د تګ په لړ کې تر ټولو خطرناکې بلل کیږي.

د نوموړي په خبره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې پاکستاني چارواکي وپوهیږي، چې د دغه ډول پېښو غندنه بسنه نه کوي، بلکې دغه ډول بریدونه به هغه وخت پای ته ورسیږي، چې عاملین یې د خپلو کړنو سزا وویني.

د دغه ډول بریدونو د لړۍ په تازه پېښه کې وسله والو ‌طالبانو د سوات په مینګوره کې ۱۴ کلنه ملاله یوسفزۍ په ډزو ووېشتله، چې په ټوله نړۍ کې دغه پېښه سخته وغندله شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .