د رسنیو په اړه د حکیم الله مسید غږیز پیغام

د خپريدو وخت: 05:36 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د پاکستان څارګره اداره (ای ایس ای) د طالبانو د بدنامولو لپاره پر عام ولس بریدونه کوي او تور یې په طالبانو پورې کوي. حکیم الله مسید

د پاکستاني وسله والو طالبانو مشر حکیم الله مسید بي بي سي اردو څانګې ته په یوه لېږل شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې "د یوې کوچنۍ پېښې پراخ خبري پوښښ کول د اسلامي سخت دریځو په ضد زهرجن پروپاګند دی."

د لوی اختر په مناسبت په خپل څلور دقیقه ییز غږيز پیغام کې حکیم الله مسید ویلي، چې اسلامي نړۍ دا مهال د تاریخ له تر ټولو ستونزمن پړاو نه تېریږي.

د نوموړي په وینا لوېدېځه نړۍ کله د کارټونونو او کله هم د اسلام ضد فلمونو په وسیله اسلامي نړۍ ګواښي.

ده د پاکستان پر حکومت بې باوري څرګنده کړه او هغه یې سیکولر وباله.

"پر ملاله یوسفزۍ د برید په اړه غبرګونونو طالبان خواشیني کړي دي."

رحیم الله یوسفزی

نوموړي ویلي، چې د پاکستان څارګره اداره ( ای ایس ای) د طالبانو د بدنامولو لپاره پر عام ولس بریدونه کوي او تور یې په طالبانو پورې کوي، چې د ده په خبره له همدې امله له هر ډول موقف خپلولو مخکې باید د طالبانو غبرګون ته انتظار وشي.

ژورنالیست او د قبایلي سیمو د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي په دې اړه بي بي سي ته وویل، چې" پر ملاله یوسفزۍ د برید په اړه غبرګونونو طالبان خواشیني کړي دي."

دښاغلي یوسفزي په خبره "طالبانو له دې مخکې هم یو ځل توضیحات څرګند کړي او دا ځل د وسله والو پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید پخپله په دې اړه توضیحات وړاندې کړل."

رحیم الله یوسفزي وویل، چې" د عام ولس په اړه شاید طالبان اوس هم ډېره پرواه ونه کړي، خو د خپلو ملاتړو اسلامي ډلو خفګان لرې کول غواړي، ځکه هغو کسانو او ډلو هم پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه کړې، چې ویل کیږي، له طالبانو سره خواخوږي لري."

د نوموړي په خبره "د طالبانو له خوا پر ای ایس ای نیوکه کول نوې خبره نه ده، د عام ولس د وژنې پړه طالبان نه مني، خو دا چې پر ملاله یوسفزۍ د برید کولو پړه وسله والو طالبانو منلې ده، ځکه نو دغه تور په بل چا نه شي پورې کولای."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .