ملګرو ملتونو د نومبر ۱۰ مه د ملالې ورځ ونوموله

د خپريدو وخت: 07:05 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

په برمنګهم کې د کوین الزیبت روغتون چارواکي وايي د ملالې روِغتیا په ښه کېدو ده.

د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له ۸۸ زره ډېرو کسانو په هغه انلاین غوښتنیلک لاسلیکونه کړي، چې په کې د سوات په دره کې د طالبانو په برید کې د ټپي شوې ملالې یوسفزۍ د سولې د نوبل جایزې لپاره د کاندید کولو غوښتنه شوې.

بل لور ته ملګرو ملتونو د نومبر د میاشتې ۱۰ نېټه د نړۍ په کچه د ملالې په نوم کړې ده.

د زده کړو لپاره د دغه سازمان استازي ګورډن براون ویلي، چې نړیواله ټولنه چمتو ده، چې په پاکستان کې له ماشومانو سره د زده کړو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.

پر ۱۵ کلنه ملاله یوسفزۍ د سوات په مېنګوره کې وسله والو طالبانو له دې امله برید وکړ، چې د دوی په خبره هغې د دوی په ضد څرګندونې کولې.

ملاله یوسفزۍ په نړیواله توګه په پاکستان کې د نجونو د زده کړو لپاره د یوې فعالې په توګه پېژندل کیږي.

په انلاین غوښتنلیک کې د برتانیې له حکومته هم غوښتنه شوې، چې باید دغه کمپاین پلوي وکړي، ځکه د دوی په وینا ملاله د هغه چا استازیتوب کوي، چې له زده کړو محروم ساتل کیږي.

د چینج ټکی اورګ نومي ویبپاڼي اړوند یوې فعالې شاهده چودري اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ملالې ته د نوبل جایزه ورکول به نړۍ ته یو څرګند پیغام ورسوي او د ښځو د زده کړو لپاره به د غږ پورته کوونکو د ملاتړ سبب به شي.

بل لور ته د نومبر ۱۰ نېټه د ملالې نوم ته منسوبه شوې ده.

د دې ورځې د لمانځلو هدف په نړۍ کې د هغو ۳۲۰ ملیونه نجونو لپاره د ښوونځیو اسانتیا برابرول دي، چې د تعلیم له تر لاسه کولو محرومې دي.

ملالې ته د نوبل جایزه ورکول به نړۍ ته یو څرګند پیغام ورسوي. شاهده چودري

د ملګرو ملتو د ادارې مسوولین وايي، چې په ټوله نړۍ کې د هغو نجونو له جملې څخه چې له زده کړو بې برخې دی، ۵۰ لکه په پاکستان کې دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتو د ادارې له خوا د تعلیم لپاره استازي ګورډن براون په پاکستان کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل. نوموړي د پاکستان حکومت ته هغه غوښتنلیک وړاندې کړ، چې پرې له ملالي سره د همغږو ۱۰ لکو نه د ډېرو کسانو لاسلیکونه موجود دي.

بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان (ایچ ار سي پي) مسوولینو د ملګرو ملتونو له خوا د نومبر ۱۰ نیټه د ملالې د ورځې په نوم د لمانځلو هر کلی کړی.

"که نن د ملالې او د هغې په څېر د بشري حقونو د نورو فعالانو غږ وانه اورېدل شي، نو راتلونکي نسلونه به له بنسټیزو حقونو محروم پاتې شي."

ضیاالدین یوسفزی

د یاد سازمان فعالانو له پاکستانیانو غوښتي، چې د نړیوالي ټولنې له خوا له ملالې سره د همغږۍ وروسته باید هوډ وکړي، چې د خپلو ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره به هلې ځلې وکړي.

له دې یوه ورځ مخکې د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په یوه ویډیویي پیغام کې له هغو خلکو مننه وکړه، چې د ملالې ملاتړ یې وکړ او پر هغې شوی برید یې وغانده.

د برتانیا له کوین ایلزیبت روغتون څخه په دغه خپاره شوي ویډیویي پیغام کې ضیاوالدین یو سفزي ویلي، چې که نن د ملالې او د هغې په څېر د بشري حقونو د نورو فعالانو غږ وانه اورېدل شي، نو راتلونکي نسلونه به له بنسټیزو حقونو محروم پاتې شي. د نوموړي په خبره موږ باید دا حقیقت ومنو، چې تعلیم یو حق دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .