پاکستاني پولیس وايي یو برید یې شنډ کړ

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

پولیس وايي، هغه کس هم نیول شوی، چې له دغه زلمي سره پر موټر سایکل یوځای سپور و.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې یو دیارلس کلن زلمی له اتو کیلومرامو چاودېدونکو توکو سره نیول شوی.

پولیس وايي، چې دغه زلمي دغه توکي پرخپله سینه پورې تړلي وو، او غوښتل یې چې پېښور ښار کې یې وچووي.

پولیسو ویلي، چې زلمي غوښتل، د جمعې په ورځ دغه توکي چووي.

پولیسو ویلي، چې دغه زلمی یې د تېرې چارشنبې په ورځ نیولی دی.

پولیسو دا هم ویلي چې زلمي د پولیسو په لیدو له خپل ځانه د چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ایستلی او د تېښتې هڅه یې کړې ده.

د چاودېدونکو توکو یوه ماهر پولیس دغه واسکټ شنډ کړی دی.

پولیس وايي، هغه کس هم نیول شوی، چې له دغه زلمي سره پر موټر سایکل یوځای سپور و.

دواړه نیول شوي د لانورو پلټنو لپاره یو نامالوم ځای ته وړل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .