ډاکټر شکیل اپریدي زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - پنجشنبه 29 نومبر 2012 - 09 لیندۍ 1391

د ډاکټر شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدي په زندان کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې نوموړي د پېښور په مرکزي زندان کې د روانې اونۍ په پیل کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی.

هغه پاکستاني ډاکټر، چې د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې له امریکایانو سره د مرستې په تور بندي دی، د نه خوړو اعتصاب کړی.

یوې سرچینې او د نوموړي یوه خپلوان بي بي سي ته وویل، چې ډاکټر شکیل ابریدی د هغه زندان د حالت په اړه د احتجاج په توګه د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، چې نوموړی په کې ګوښی زنداني دی.

د زندان یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، چې د ډاکټر اپریدي د نه خوړو د اعتصاب په اړه معلومات نه لري. نوموړي زیاته کړه، چې له ډاکټر اپریدي سره ښه چلند کېږي.

ډاکټر اپریدی له یوې وسله والې ډلې سره د اړیکو درلودو په تور بندي دی، خو ویل کېږي، چې نوموړي ته د بن لادن په موندلو کې له امریکایانو سره د مرستې سزا ورکول کېږي.

خبریالان وايي، په عام ډول منل کېږي چې د تېرې مۍ په میاشت کې نوموړي ته له یوې وسله والې ډلې سره، چې پرې بندیزونه لګېدلي، د اړیکو درلودو په تور د ۳۳ کلن بند سزا او د بن لادن د لټون په برخه د امریکا له استخباراتي ادارې سي ای اې سره د هغه مرسته کول له یو بل سره تړاو لري.

په نوموړي تور دی، چې د بن لادن د کورنۍ د ډي این ای بیلګې د ترلاسه کولو لپاره یې د واکسینو یو جعلي کمپاین پیل کړی و، خو د ډاکټر اپریدي له قوله ویل کېږي، چې نوموړی د بن لادن په وژنه کې له خپل رول څخه ناخبر و.

د ډاکټر شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدي په زندان کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې نوموړي د پېښور په مرکزي زندان کې د روانې اونۍ په پیل کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی.

"ماته له سپارل شوي کار پرته د بل ټاکلي هدف په اړه خبر نه وم، زه پوهیدم چې په هغه کور کې یو شمېر ترهګر استوګن دي، خو دا راته معلومه نه وه، چې دوی څوک دي. د هغه له وژنې سره د خپل تړاو په اړه زه حیران شوم"

ډاکټر شکیل اپریدی

د جمیل اپریدي په خبره له هغه وروسته، چې ډاکټر شکیل اپریدي په سپتمبر کې د امریکا له فاکس ټلویزیون سره د زندان له کوټنۍ څخه د ګرځنده ټیلفون په وسیله مرکه کړې، له هغه سره ناسم چلند کېږي او اجازه نه ورکول کېږي، چې له خپلوانو سره وویني.

نوموړي فاکس ټیلویزیون ته ویلي و، چې دی نه پوهیده، سي ای اي غواړي بن لادن ووژني.

نوموړي ویلي و" ماته له سپارل شوي کار پرته د بل ټاکلي هدف په اړه خبر نه وم، زه پوهیدم چې په هغه کور کې یو شمېر ترهګر استوګن دي، خو دا راته معلومه نه وه، چې دوی څوک دي. د هغه له وژنې سره د خپل تړاو په اړه زه حیران شوم."

نوموړي د پاکستان پر څارګرو ادارو دا تور هم پورې کړی و، چې دی یې تښتولی و او زور زیاتی یې ورسره کړی.

د بن لادن د وژل کېدو له امله د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې د بحران ښکار شوې.

د پاکستان حکومت له دې امله خورا خجل شو، چې القاعده مشر بن لادن په دغه هېواد کې وموندل شو.

اسلام اباد داسې انګېرله، چې ګواکې د بن لادن د وژلو لپاره د امریکا پټ عملیات د دغه هېواد د ملي حاکمیت ضد کار و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن او د دغه هېواد د دفاع وزیر لیون پنېټا د ډاکټر اپریدي نیول کېدل یوه تېروتنه وبلله او د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .