بنو کې د پولیسو پر مرکز ځانمرګي بریدونه شوي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د ځايي پولیس په وینا برید کې څلور کسان ټپیان شوي، چې دوه یې پولیسان او دوه لاروي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله یې اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

یوه ځايي پولیس بي بي سي ته وویل، چې نن سهار(دوشنبه د دسمبر ۱۰) د پولیسو پر کاکي نومي مرکز ځانمرګي بریدونه وشول، چې په کې د ځانمرګو په ګډون اته تنه ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې درې پولیسان، درې عام وګړي او دوه ځانمرګي برید ګرشامل دي.

د ځايي پولیس په وینا برید کې څلور کسان ټپیان شوي، چې دوه یې پولیسان او دوه لاروي دي. د پولیسو په وینا له برید وروسته د پولیسو او ځانمرګي برید کوونکو تر منځ نښته هم وشوه.

د پاکستان دولتي ټیلویزون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې څلور کسه ځانمرګو برید ګرو په ځانونو پورې تړلي باروت وچاودل. په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې د درې کسو پولیسانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

ځانمرګو بریدګرو لومړی پر مرکز برید وکړ او وروسته جومات ته ننوتل. د طالبانو ویاند له بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی دی.

د نوموړي په وینا دغه برید د پولیسو په لاس د بیت الله مسېد د وراره د وژنې د غچ اخیستو لپاره شوی. کاکي پولیس مرکز له بنو ښار نه نژدې ۱۰ کیلو متره لېرې قبایلي سیمې ته نږدې موقعیت لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .