کراچۍ کې د پولیو واکسین کارکوونکې وژل شوي

د خپريدو وخت: 15:19 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

د پولیسو یوه مشر غلام محمد ویلي، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

په پاکستان کې د یو لړ بریدونو له امله شپږ روغتیايي کارکوونکي چې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین په کمپاین بوخت وو په ډزو وژل شوي دي.

په وژل شویو کې پنځه مېرمنې دي چې څلور یې د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې وژل شوې دي.

دا بريدونه ټول د ٢٠ دقيقو په ترڅ کې وشول چې څلور سره مېرمنې يې ووژلې او پوليسو همغږي شوي بريدونه وبلل.

د پولیسو یو ویاند عمران جاوید وايي “دا له مخکې پلان شوي او همغږي بریدونه وو چې په ۲۰ دقیقو کې په مختلفو سیمو کې تر سره شول.”

د پولیو ناروغۍ پر ضد د ملګرو ملتونو دغه پروګرام اوس په کراچۍ کې ځنډول شوی دی.

یو نارینه روغتیايي کارکوونکی د شنبې په ورځ وژل شوی و.

یوه بله مېرمن چې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد کمپاین کې يې کار کاوه په پېښور کې وژل شوې ده.

دا لا نه ده روښانه چې بریدونه چا کړي دي خو وړاندې تر دې طالب مشرانو ویلي وو چې دا کمپیان د جاسوسۍ لپاره کېږي او د مسلمانانو د غولولو لپاره دی.

د دې تر څنګ په کراچې کې دوشنبې په ورځ د روغتیا یو کاروکونکی وژل شوی و خو پولیس وايي د پولیو له قضيې سره کوم تړاو نه لري.

پاکستان د روان دسمبر له اوولسمې تر نولسمې نېتې پورې د کال د وروستۍ میاشتې د ګوزڼ واکسین دوام لري.

پولیو یو خطرناکه ساري ناروغي ده چې عامل يې یو ډول ویروس دي چې په عصبې سیستم برید کوي او د څو ساعتونو په لړ کې سړی ګوزڼ وهي.

پاکستان یو له هغو دریو هېوادونو دی چې لا هم د پولیو ناروغي په کې لیدل کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .