ملګرو ملتو پاکستان کې ګوزڼ ضد کمپاین بند کړ

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

د کمپاین په لومړۍ ورځ د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د کمپاین یوه رضاکاره ووژل شوه.

پاکستاني پوليس وايي د وسله والو له لوري د پنځو روغتیايي کارکوونکو له وژل کېدو یوه ورځ وروسته په یوه تازه پېښه کې نامعلومو وسله والو درې نور روغتیا پالان په ډزو وژلي دي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف يوه ويندوی ويلي د پوليو کمپاين اوس په ټول پاکستان کې درول شوی دی.

د دا ډول بريدونو په وروستي هغه کې په پېښور او شاوخوا سيمو کې د واکسين پروګرام يوه څارونکې، د هغې موټر چلوونکی او بل هغه سړی چې ماشومانو ته يې د ګوزڼ څاڅکي ورکول وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو مشران وايي د ګوزڼ ضد کمپاين د جاسوسۍ لپاره ترسره کېږي. بل لور ته د پاکستان حکومت وايي له دې سره سره به د ګوزڼ ناروغۍ له نوغي وېستو نه لاس وانه خلي.

"د یونیسیف ویندوی مایکل کولمین اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې یي له بریدونو وروسته خپل کار وځنډاوه، خو د چارشنبې د ورځې له بریدونو وروسته يي په ټول پاکستان کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین بند کړ."

د چارشنبې په ورځ د پولیو کمپاین پر کارکوونکو د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور، رسالپور او چارسده سیمو کې بریدونه وشول.

په پېښور کې د چارشنبې په ورځ د شیرو جنګي په سیمه کې موټر سایکل سپرو کسانو د ګوزڼ ضد کمپاین پر رضا کارانو برید وکړ، چې د یوه ځايي پولیس په وینا په پایله کې یې یو زده کونکی رضا کار سخت ټپي شو.

د یونیسیف ویندوی مایکل کولمین اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې یې له بریدونو وروسته خپل کار وځنډاوه، خو د چارشنبې د ورځې له بریدونو وروسته يې په ټول پاکستان کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین بند کړ.

په پاکستان کې د دسمبر له ۱۷ تر ۱۹ نېټې پورې د کال وروستی ګوزڼ ضد واکسین کمپاین تر سره کېږي، چې په دویمه ورځ په کراچۍ او پېښور کې د یاد کمپاین پر رضاکارانو د بریدونو په پایله کې پنځه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې او څلور کسان ټپیان شول.

له دې مخکې د کمپاین پر لومړۍ ورځ د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د کمپاین یوه رضاکاره ووژل شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .