د ملالې یوسفزۍ غوښتنه: د کالج نوم بدل کړﺉ

د خپريدو وخت: 11:46 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

د ملالې یوسفزۍ په وینا د کالج د نجونو د امنیت خوندیتوب ورته مهم دی.

د سوات په مینګوره کې د وسله والو طالبانو په برید کې ټپي شوې ملالې یوسفزۍ د سوات له ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د ملاله یوسفزۍ کالج نوم بدل کړي.

د روان کال په اکتوبر کې پر ملاله یوسفزۍ د طالبانو له برید وروسته د خیبر پښتونخوا ایالت لومړي وزیر امیر حیدر خان هوتي د سیدو شریف د ښځینه وو کالج ته د ملالې یوسفزۍ نوم ورکولو اعلان وکړ.

د حکومت له پرېکړې وروسته د یاد کالج زده کونکو نجونو احتجاج وکړ.

د دوی په وینا کالج ته د ملالې نوم ورکول د دوی ژوند له خطر سره د مخامخ کولو په معنی ده.

د سوات یوه ځايي چارواکي کامران رحمن بي بي سي ته وویل، چې ملالې ورته د برمنګهم له روغتونه ټیلیفون کړی او د یاد کالج د نجونو د امنیت په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې.

د نوموړي په وینا د کالج د نجونو ژوند ته د متوجه خطر له امله ملالې مشوره ورکړه، چې کالج ته د هغې نوم ورنه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کالج د نجونو د امنیت خوندیتوب ورته مهم دی.

"د کالج د زده کوونکو نجونو په وینا که دغه کالج ته د ملالې یوسفزۍ نوم ورکړل شي، شاید طالبان یې په نښه کړي."

د کامران رحمن په وینا دوی هڅه کوي، چې په سلا مشوره او د ټولو په خوښه سیدوشریف کالج ته د ملالې یوسفزۍ نوم ورکړي.

بل لور ته د یاد کالج مشرې طلعت قمر بي بي سي ته ویلي، چې دوی د کالج د نوم په اړه هېڅ ډول اعتراض نه لري او هر هغه نوم به ومني، چې د حکومت له خوا یاد کالج ته ورکړل شي.

له دې مخکې د کالج یو شمېر نجونو د احتجاج په توګه ټولګیو ته له تلو انکار وکړ او د ډبرو ګوزارونه یې وکړل.

د کالج زده کوونکو نجونو ویلي، چې دوی نه غواړي کالج ته یې د ملالې نوم ورکړل شي او که حکومت همداسې غواړي، باید یو نوی کالج جوړ کړي او د ملالې نوم ورکړي.

د کالج زده کوونکو د احتجاج په بهیر کې د کالج پر دیوالونو د ملالې لګېدلي عکسونه هم لېرې کړل. د یاد کالج د زده کوونکو نجونو په وینا که دې کالج ته د ملالې یوسفزۍ نوم ورکړل شي، شاید طالبان به یې په نښه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .