ځانمرګي پښتون ملتپاله وزیر وواژه

د خپريدو وخت: 15:15 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

په دغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند پر یوې غونډې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

په دغه برید کې د د خېبر پښتونخوا مشر وزیر سخت ټپي شوی و چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په پېښور کې زموږ د خبریال په وینا په برید کې وزیر بشیر بلور په سینه ټپي شوی او روغتون ته د عملیاتو لپاره وړل شوی و.

زموږ خبریال وايي ځانمرګي د پېښور له کيسه خوانۍ سره نژدې ډکي نعلبندۍ کې د پښتونخوا عوامي ګوند غونډه په نښه کړې وه.

غونډې ته د خيبر پښتوخوا ایالت مشران هم ورغلي وو.

د پاکستاني طالبانو ډلې اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

په دغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ځله وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند غړي په نښه کړي دي.

عوامي نشنل ګوند په خېبر پښتونخوا قدرت لري.

ښاغلی احمد بلور له عوامي نشنل ګوند سره په ۱۹۹۴ کال کې یو ځای شو.

نوموړی په ایالتي حکومت کې د کلیوالي سیمو لپاره وزیر وو.

نوموړی له حقوقو پوهنځي څخه فارغ و او د وکیل په توګه يې کار کاوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر ښاغلي بلور برید غندلی دی.

همدا زار د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي ويلي چې "دا ډول بریدونه به موږ او زموږ کارکوونکي له خپل هدف څخه پر شا نه کړي" او د هغه پر وړاندې به خپل کار ته د دوام ورکوي چې ده شیطاني عمل وباله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .