د ایالتي وزیر بشیر بلور مړی خښ کړای شو

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

د بشیر احمد بلور جنازه د پېښور په کرنل شیر خان سټیډیم کې له ترسره کیدو وروسته خاورو ته وسپارل شوه

د عوامي نېشنل ګوند د مشر وزیر بشیر احمد بلور جنازه د پېښور په کرنل شیر خان سټیډیم کې ترسره شوه.

د هغه په جنازې کې د بېلابېلو سیاسي ډلو مشرانو او عوامي نېشنل ګوند ګنو غړو ګډون وکړ او وروسته بیا د سید حسن پیر بادشاه بیري باغ په هدېره کې خاورو ته وسپارل شو.

پرون په یوه ځانمرګي برید کې د خيبر پښتونخوا د مشر وزیر بشیر بلور په ګډون نهه کسان ووژل شول چې له امله یې په خيبر پښتونخوا کې درې ورځې ماتم اعلان شوی دی.

په نورو کسانو کې د بشیر احمد بلور مرستیال نور محمد او د کابلۍ تهاڼې ایس ایچ او عبدالستار خټک هم شامل دي.

د عبدالستار خټک جنازه تېره شپه په یوولسو بجو وشوه او په خپله پلرنۍ هدېرې کې خاورو ته وسپارل شو.

نن د یکشنبې په ورځ د بشیر احمد بلور د جنازې تر وخته په پېښور کې تر ډېره دوکانونه بند وو.

په جنازې کې د ګډون لپاره د هېواد له ګڼو سیمو خلک او د عوامي نېشنل ګوند غړي پېښور ته ورغلي وو.

پر ایالتي وزیر بشیر احمد بلور د ځانمرګي برید پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې.

په دغه برید کې شاخوا ۳۰ کسان ټپیان شوې هم دي چې اوس یې روغتیايي حالت ښه په ګوته شوی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو وړاندې هم څو ځله د عوامي نېشنل ګوند غړي په نښه کړي دي.

عوامي نېشنل ګوند په خيبر پښتونخوا قدرت لري.

بلور

ښاغلی احمد بلور له عوامي نېشنل ګوند سره په ۱۹۹۴ کال کې یو ځای شو.

نوموړی په ایالتي حکومت کې د کلیوالي سیمو لپاره وزیر و.

نوموړی له حقوقو پوهنځي څخه فارغ و او د وکیل په توګه يې کار کاوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر ښاغلي بلور برید غندلی دی.

همدا زار د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي ويلي چې "دا ډول بریدونه به د دوی کارکوونکي له خپل هدفه پر شا نه کړي" او د هغه څه پر ضد به خپل کار ته د دوام ورکوي چې ده شیطاني عمل وباله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .