د کوټې او کندهار ترمنځ الوتنې پیل شوې

د خپريدو وخت: 15:16 گرینویچ - سه شنبه 25 ډسمبر 2012 - 05 مرغومی 1391

د کوټې کندهار ترمنځ الوتنې به د هرې سې شنبې او پنجشنبې په ورځو ترسره کېږي او د یوه ټیکټ بیه ۵۰۰۰ افغانې ټاکل شوې ده.

د کندهار ولایت او پاکستان د کوټې ښار ترمنځ الوتنې پیل شوې.

په دې لړ کې نن (سې شنبه د ډسمبر ۲۵مه) لومړنې الوتنه له

د پاکستان د هوايي شرکت پي آی اي په لومړنۍ الوتنې کې ۲۱ مساپر کندهار ته ولېږدول شول.

افغان او پاکستاني چارواکي وايي د کندهار او کوټې ترمنځ د مساپر وړونکو الوتکو تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستې نوې نښه ده.

د کندهار والي توریالي ویسا د کندهار کوټې ترمنځ د الوتنو په اړه په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو سواداګریزې اړيکي هم لا پراخې شي او د سوداګرې په برخه کې هم دېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د کويټې او کندهار ترمنځ به هره اونۍ دوې الوتنې کېږي.

دا الوتنې به د هرې سې شنبې او پنجشنبې په ورځو ترسره کېږي او د یوه ټیکټ بیه ۵۰۰۰ افغانې ټاکل شوې ده.

دم ګړې کندهار ته یوازې د پاکستان پي آی اي هوايي شرکت الوتکې تګ راتګ کوي خو افغان چارواکي هیله من دي چې د آريانا افغان هوايي شرکت هم کندهار ته الوتنې پیل کړي.

د کندهار او کوټې ترمنځ د الوتنو پر پیلېدو سوداګر هم خوښ دي او وايي له دې سره به د سوداګرې په برخه کې ځینې ستونزې هوارې شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .