خیبر پښتونخوا کې اورپکو ۲۲ نیمه پوځيان بېولي

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د ورکو شویو پوځيانو لپاره جدي لټون روان دی، خو یو هم نه دی موندل شوی.

په خيبر پښتونخوا کې لسګونو اورپکو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د نیمه پوځي ځواک ۲۲ کسان یې له ځان سره بېولي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي وویل د اورپکو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله له پېښوره بهر شوې.

چارواکو ویلي، په راکټو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو د تېرې جمعې پر شپه د پېښور په جنوب جاني خوړ او حسن خېلو سیمو کې پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.

د حسن خېلو یوه سیمه ییز چارواکي دا هم ویلي، چې اورپکو تر برید وروسته دواړو پوستو ته اور اچولی دی.

چارواکي وايي، چې د تري تم شوو یا تښتول شوو نیمه پوځيانو لټون کوي.

د قبایلي سیمې د ادارې له خوا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي شوي، چې دوه ویشت پوځيان تري تم شوي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي نويد اکبر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "اورپکو پوستو کې له پوځيانو سره نژدې یو ساعت جګړه کړې ده، چې د طالبانو په ډزو دوه پوځيان وژل شوي او یو ټپي شوی دی ۲۲ نور ورک شوي دي. "

سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو سیمې ته ټولې غځېدلې لارې تړلې او د ګاډو او خلکو کلکه تلاشي کوي، ګوندي تري تم شوي پوځيان ومومي.

"دوې اوونۍ مخکې، په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو د پېښور پر هوايي ډګر برید وکړ، چې لږترلږه تر لسو ډېر برید کوونکي په کې ووژل شول."

خو ویل کېږي، چې تر اوسه یې هېڅ کوم یو ورک شوی پوځي نه دی موندلی.

په ادم خېلو دره کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد ددغه برید پړه منلې ده، او وايي چې درویشت پوځيان یې یرغمل کړي دي.

دا په روانه میاشت کې پېښور او شاوخوا سیمو کې درېیم لوی برید دی.

دوې اوونۍ مخکې، په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو د پېښور پر هوايي ډګر برید وکړ، چې لږترلږه تر لسو ډېر برید کوونکي په کې ووژل شول.

په برید کې اووه نور کسان هم وژل شوي وو.

بیا وروسته پر یوه پاکستاني صوبايي وزیر بشیر بلور برید وشو او هغه ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .