"په مشروط ډول اسلام اباد سره خبرو ته چمتو یو"

د خپريدو وخت: 15:07 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د ٤٠ دقيقو په دغه ويډيو کې مسيد په پېښور باندې د روانې مياشتې د ځينو لويو بريدونو پړه منلې ده.

د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسيد په يوه ويډيو کې چې د رايټرز خبري اژانس ته سپارل شوې له اسلام اباد سره خبرو اترو ته لېوالتيا ښوولې خو د وسلو له اېښودو يې انکار کړى دى.

د ٤٠ دقيقو په دغه ويډيو کې مسيد په پېښور باندې د روانې مياشتې د ځينو لويو بريدونو پړه منلې ده.

خو د حکيم الله مسيد په خبرو کې د پام وړ ټکى له افغان طالبانو او القاعدې سره پر اړيکو راڅرخي.

حکيم الله مسيد په پاکستان کې د تاوتريخوالي پړه پر اسلام اباد اچوي او وايي هغوى ورسره پخواني تړونونه نه دي عملي کړي.

دى د پاکستان حکومت د دۀ په وينا د امريکا غلام بولي او وايي تړونونه د امريکا په غوښتنه ماتوي.

له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته تګلارو باندې حکيم الله مسيد وايي پاکستاني طالبان به هغه تګلاره غوري کوي چې په افغانستان کې د طالبانو مشرتابۀ غوره کړې وي.

حکيم الله مسيد وايي: "موږ افغان طالبان يو او افغان طالبان زموږ غوندې دي. موږ له دوى او القاعدې سره يوو. د القاعدې لپاره خپل سر ورکوو."

له پاکستاني چارواکو سره په خبرو اترو باندې هم حکيم الله مسيد تم شوى دى.

د پنجشنبې په ورځ(دسمبر/ ٢٧) د پنجابي طالبانو يوۀ مشر عصمت الله معاويه په يوۀ ليک کې د اوربند لپاره شرطونه په ډاګه کړي وو.

حکيم الله مسيد په ويډيو کې وايي: "موږ په خبرو اترو باور لرو خو که څوک له موږ غواړي چې وسلې پر مځکه کښېږدو نو دا هسې ټوکه ده."

په ويډيو کې حکيم الله مسيد له خپل مرستيال ولي الرحمن سره ليدل کېږي.

د پاکستاني پوځي چارواکو له خولې په دې وروستيو کې رسنيو داسې رپوټونه ورکړي وو چې ګواکې د حکيم الله مسيد او ولي الرحمن ترمنځ اختلافات پيدا شوي دي.

حکيم الله مسيد په ويډيو کې وايي: " ولي الرحمن له ما سره جوخت ناست دى موږ دلته يوو او تر مرګه به سره يو ځاى يوو."

د پښتون ملتپاله عوامي نشنل گوند د سياسيتوال او يوۀ مشر بشير احمد بلور پر وژنې حکيم الله مسيد وايي دوى به نور ورته سياستوال هم په نخښه کړي او دليل يې دا دى چې گواکې هغوى د دېموکراتيک سيستم ملاتړ کوي او دغه سيستم "اسلامي" نه دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .