د پاکستاني طالبانو نهه جسدونه موندل شوي

د خپريدو وخت: 09:12 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل کېږي.

د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان مرکز مېرانشا ته نژدې یوه خوړ کې د ۹ کسانو مړي موندل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا دغه کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

د دوی په وینا دغه مړي له میرانشا بازار څخه ۱۵ کیلومتره لېرې په یوه خوړ کې موندل شوي، چې د غره په لمن کې تېر دی.

د چارواکو په وینا موندل شوي مړي د وسله والو سخت دریځو دي، چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند دي.

چارواکو وویل، چې دغه کسان همدا نن وژل شوي دي، خو د دوی په وینا دا معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان څه مهال او د چا له خوا تښتول شوي دي.

د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې کله نا کله دغه ډول مړي موندل کېږي، خو دا لومړی ځل دی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مړي موندل کېږي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د هغو کسانو مړي موندل کېږي، چې وسله وال طالبان یې د جاسوسۍ په تور وژني.

له دې مخکې پرون د ( یکشنبه ډسمبر ۳۰) پاکستاني چارواکو وویل، د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د هغو ۲۱ نیمه پوځیانو مړي موندل شوي، چې په تېره پنجشنبه اورپکو تښتولي وو.

د طالبانو له خولې خبر ورکړشوى و چې د دغې تښتونې پړه يې منلې وه. په ادم خېلو دره کې د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد د هغې تښتونې مسؤولیت منلی و.

د چارواکو په خبره، په تېره پنجشنبې د پېښور ښار په جنوب جاني خوړ او حسن خېلو کې په وسلو سمبالو اورپکو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل. دا په روانه میاشت کې پېښور او شاوخوا سیمو کې درېیم لوی برید او د وژنې پېښه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .