چارسده کې ماین چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

له پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس سیمې ته ورسېدل او د پلټنې عملیات يې پیل کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده سیمه کې سړک کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې له امله د عوامي نیشنل ګوند د ځايي مشر بشیر عمرزي په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د ځايي پولیسو یوه مشر ظفرخان بي بي سي ته وویل، چې پېښه د عمرزیو سیمې د هري چند سړک په اوږدو کې وشوه. د نوموړي په وینا د بشیر عمرزي د زوی په ګډون د هغه یوه شمېر خپلوان په پېښه کې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د چاودنې له امله د عوامي نیشنل ګوند یو سیمه ییز مشر ظفرالله هم ټپي شوی دی.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي ماین هغه مهال د بشیرعمرزي په موټر وچاودېد، چې نوموړی د یوې قضیې په لړ کې ځايي محکمې ته له ورتلو وروسته کور ته پر لاره و. د پولیسو په وینا چاودنه کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې وویل، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی.

"له دې مخکې ډسمبر میاشت کې په پېښور کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د عوامي نیشنل ګوند یو بل مشر بشیر احمد بلور ووژل شو."

د نوموړي په خبره دوی به په راتلونکي کې هم د عوامي نیشنل ګوند په مشرانو ورته بریدونه وکړي.

له پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس سیمې ته ورسېدل او د پلټنې عملیات يې پیل کړل. د پېښې له امله ټپیان شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ځايي پولیسو په وینا د دې برید په اړه د دوی تحقیق دوام لري، خو تر اوسه په دې لړ کې څوک نه دي نیول شوي.

له دې مخکې ډسمبر میاشت کې په پېښور کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د عوامي نیشنل ګوند یو بل مشر بشیر احمد بلور ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .