د بلوچستان واک ګورنر يا والي ته سپارل شوی

د خپريدو وخت: 23:56 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د شيعه ګانو ډلو ويلي د والي يا ګورنر واکمنۍ تر عملي کېدو پورې به يې احتجاج روان وي

د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف د بلوچستان حکومت له دندې لرې کړی، او واک يې د صوبې والي يا ګورنر ته سپارلی دی.

ښاغلي اشرف دغه ګام په کوټه کې له شيعه وير کوونکيو احتجاجيانو سره له خبرو اترو وروسته پورته کړی دی.

خو د شيعه ګانو ډلو ويلي د والي يا ګورنر واکمنۍ تر عملي کېدو پورې به يې احتجاج روان وي، او د پنجشنبې/زيارت چاودنو او بريدونو کې وژل شوي به خاورو ته نه سپاري.

د کوټې پر علمدار سړک احتجاج کې ګڼ شمېر هزاره ګان ګډون لري.

دوی د بلوچستان اوسني حکومت له دندې لرې کولو، پوځ ته د کوټې ښار امنيت ساتلو چارو سپارنې او د بريدګرو پر وړاندې د چاڼ عملياتو غوښتنه کوي.

د "لشکر جنګوي" اورپکې سني ډلې چې بنديز پرې لګېدلی، ويلي کوټه کې د تېرې پنجشنبې/زيارت بريدونه دوی ترسره کړي، چې لږترلږه ۹۲ کسان په کې ووژل شول.

"ان شاء الله کله چې تاسې سهار راپاڅېږئ، د ګورنر واکمني به پلې وي، او ګورنر به مشر واکمن وي. ايالتي حکومت به منحل وي"

راجه پروېز اشرف

د پاکستان شيعه لږکيو ترمنځ، چې د دغه هېواد اکثريت سني وګړيو ۲۰ سلنه جوړوي، د امنيت پر سر اندېښنې زياتې شوې دي.

لومړی وزير راجه پروېز اشرف چې له نژدې د روان حالت څارلو لپاره کوټې ته ورغلی، د يکشنبې/اتوار پر ورځ يې د هزاره احتجاجيانو له استازيو سره له خبرو وروسته اعلان وکړ چې د بلوچستان د حکومت واګې له اعلی وزير نه والي يا ګورنر ته سپاري.

ښاغلي اشرف چې د کوټې "پنجابي امام بارګاه" کې يې د هزاره ګانو له استازيو سره خبرې کولې، د وروستيو پېښو په اړه له لنډو معلوماتو وروسته يې خپله وينا کې وويل حکومت د خپل اساسي قانون له مخې په بلوچستان کې والي يا ګورنر واکمنۍ پرېکړه کوي.

د پاکستان لومړي وزير وويل د بلوچستان ولايتي اسامبلۍ منحل شوې، او د دوشنبې/ګل له سهار سره والي واکمن وي، او ګورنر ذوالفقار مګسي به مشر واکمن وي.

"موږ دې پايلې ته رسېدلي يوو چې ټول بلوچستان کې د اساسي قانون ۲۳۴ ماده پلې کړو. ګورنر دلته حاضر دی، دغه ماده ده ته د ګورنر واکمنۍ واک ورکوي. نو ان شاء الله کله چې تاسې سهار راپاڅېږئ، د ګورنر واکمني به پلې وي، او ګورنر به مشر واکمن وي. ايالتي حکومت به منحل وي."

په کوټه کې هزاره ګان له څو ورځو راهيسې پرله پسې وير سره په احتجاج کې دي، او له حکومته د پرېکنده ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

"پوځ دې ځای پر ځای شي"

ښاغلي اشرف وويل له ګونر يا والی هيله دا ده چې په پېښو کې دې ښکېل کسان ونيسي او سزا ورکړي.

بلوچستان د بېلتونپاليو له بغاوت سره هم لاس او ګرېوان دی

د کتنې پر مهال د هزاره ګانو استازيو لومړي وزير ته پر دې ټينګار وکړ چې کوټه کې دې پوځ ځای پر ځای شي.

ښاغلي اشرف وويل ګورنر ته له واک سپارنې وروسته به د کوټې پوځي قوماندان د ګونر مګسي امرونو ته ځواب وايي، او د بلوچستان سرحدي ځواکونو ته د پوليسو واک ورکړل شوی، او چارواکي هر وخت د پوځ مرسته هم غوښتی شي.

د پنجشنبې زيارت بريدونو تر ټولو ناوړه يې د سنوکر کلب يا لوبځای په نښه کړی و.

ځانمرګي له خپل ځان سره چاودېدونکي توکي وچول، او څو دقيقې وروسته کله چې پوليس، ژغورونکي او د رسنۍ وال ورسېدل د موټر بم چاودنه وشوه.

پر فرقه يي تاوتريخوالي او اخوډب سربېره بلوچستان د بېلتونپاليو له بغاوت سره هم لاس او ګرېوان دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .