وزیرستان: پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د پاکستان پوځي سرچینو په دې پېښه کې د څلورو پوځیانو وژل کېدل او د ۱۱ ټپي کېدل تایید کړي، خو ځايي چارواکو ویلي، چې دې پېښه کې ۱۴ پوځیان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي.

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي سړک کې خښ کړل شوی ماین چاودلی، چې له امله یې څلور پوځیان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

د بي بي سي ځايي خبریال په خپل رپوټ کې کاږي، چې د شمالي وزیرستان له مرکز میرانشا څخه نژدې ۳۵ کیلومتره لېرې د ایشا په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو اکمالاتي کتار د تېرېدو په حال کې و، چې یو ګاډی یې په سړک کې په خښ کړل شوي ماین وخوت او زوروره چاودنه وشوه.

د پاکستان پوځي سرچینو په دې پېښه کې د څلورو پوځیانو وژل کېدل او د ۱۱ ټپي کېدل تایید کړي، خو ځايي چارواکو ویلي، چې دې پېښه کې ۱۴ پوځیان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي له نن سهاره راهیسې په میرانشا او شاوخوا سیمه کې په تګ راتګ بندیز لګول شوی، په سړکونو د خلکو او ګاډو تګ راتګ نه و او خلک په خپلو کورونو کې ایسار پاتې وو.

ټپیان او د وژل شویو پوځيانو جسدونه د چورلکو په وسیله د بنو ښار روغتون ته لېږدول شوي.

د بي بي سي خبریال وايي شمالي وزیرستان کې تېره شپه (د جنوري ۱۲ مه) د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسېد له لوري یو پیغام خپور شوی و.

په یاد پیغام کې له بېلابېلو وسله والو ډلو غوښتنه شوې وه، چې دوی باید خپل منځي اختلاف هېر کړي او په ګډه فعالیت وکړي.

په پیغام کې دا هم ویل شوي و، چې په شمالي وزیرستان کې به وسله وال طالبان پر پاکستاني پوځیانو بریدونه نه کوي او ټول پام به په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونو ته اړوي.

له دې مخکې د تېر دسمبر په وروستیو کې پاکستاني امنیتي مقاماتو ویلي و، چې د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې د بمي چاودنې له امله د دغه هېواد دوه پوځیان وژل شوي.

د دوی په وینا د دته خیلو په دیګان سیمه کې پوځیانو ګزمه کوله، چې په کور کې جوړ شوی ماین پرې وچاودید او دوه پوځیان يې ووژل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .